د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کر وایي، اسلام اباد به د افغانستان د سولې په نوې راپیل شوې هڅې کې نوره مرسته وکړي.
میرمن کر رویټرز اژانس ته په اسلام اباد کې په مرکې کې دا هم وویل، چې په پاکستان کې نن سبا تر بلې هرې خبرې کابل ډير یادیږي، ځکه چې د افغانستان بې امني ښایي په پاکستان کې هم خپره شي او پاکستاني طالبان دې ته وهڅول شي چې ګډوډۍ پراخې کړي:
«موږ له افغانستان سره خپلو اړیکو ته اوس په ډيره درنه سترګه ګورو. ما دا خبره د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه بیا بیا کړې ده.
زموږ صدراعظم دا خبره کړې ده، ولسمشر دا خبره کړې ده چې په پاکستان کې په خبرو کې د بل هر مرکز په پرتله د کابل اهمیت ډير څرګندیږي.»
پاکستان نژدې دوې اونۍ مخکې د منځنۍ کچې یو شمیر افغان طالبان د افغانستان د سولې د عالي شورا په غوښتنه خوشي کړل، څو د کابل او طالبانو تر منځ د سولې خبرې پرمخ ولاړې شي.
حنا رباني کر وایي، چې اسلام اباد به په افغانستان کې د سولې لپاره وړاندې نور ګامونه واخلي خو نوموړې په دې برخه کې نور توضیحات ورنه کړل او دا یې هم ونه ویل چې د ملا برادر په څير جګ پوړي طالبان به له زندانه خوشي کړي که څرنګه؟!
افغان چاروکي په دې باور دي چې د ملا برادر په شان کسان کولی شي چې یو شمیر طالبان د سولې خبرو ته رامات کړي.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې د افغانستان د سولې خبرې د پاکستان لپاره ډیرې مهمې وبللې:
«په افغانستان کې سوله او پخلاینه ډیره مهمه موضوع ده، ځکه چې افغانستان ته ثبات راولي، دا د افغانستان پر راتلونکې اغیز کوي، نو موږ په هیڅ ډول دې ته برسیرن نه ګورو او د همدې لپاره دا ډيره مهمه ده چې موږ له تیرو څو میاشتو او یا ممکن کلونو دا زده کړو چې د هسې خبرو پر ځای پکار ده عملا څه ترلاسه کړو.»
کابل او واشنګتن پر اسلام اباد شک لري او د پاکستان د استخباراتو مرکزي اداره تورنوي چې د طالبانو مرسته کوي خو اسلام اباد دا تورونه ردوي.
حنا ربانی کر وویل، چې په پوځي او استخباراتي برخو کې د اسلام اباد او امریکا اړیکي چې له یوه کال راهیسې په خورا ټیټه کچه و، یو مخ ښه شوې دي او له کابل سره پر هغو لارو چارو خبرې روانې دي چې څرنګه په پوځي ډګر کې همکارۍ زیاتې شي.