د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۵۰

په افغانستان کې د ښځو د وضعیت د څرنګوالي په اړه اندیښنې زیاتې شوي


په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ښځو د وضعیت د څرنګوالي په اړه اندیښې مخ په زیاتیدو دي؛ د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو په وړاندې د تشدد د پای ته رسولو لپاره په نړیواله کچه د هڅو د زیاتیدو ټینګار کوي.

دې سازمان د نومبر ۲۵ نیټه د ښځو په وړاندې د تشدد نړیواله ورځ نومولې ده.

ملګرو ملتونو په دې مناسبت سږ کال د ښځو پر ضد د هر راز تشدد د پای ته رسولو لپاره د حکومتونو، مطبوعاتو او ولسي خلکو د ګډو هڅو غوښتنه کړې ده.

خو په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواکې ادارې او د مدني ټولنې فعالان وايي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې ثبت شوې ارقام د ښځو په وړاندې د تشدد د پيښو زیاتوالی څرګندوي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسون وايي؛ چې په دې هیواد کې د ښځو پر وړاندې زیاتیدونکی تشدد د جدي اندیښنې وړ دی.

د دې کمیسون د ښځو د حقونو د ملاتړ او پرمختیا څانګې مسوولې ثریا صبحرنګ ازادي راډیو ته وویل؛ چې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې د ښځو په وړاندې د زور زیاتي درې پيښې یوازې دوی ثبت کړې دي:

"د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یوازې زموږ کمیسیون تر درې زیات د ښځو په وړاندې د تشدد پیښې ثبت کړې دي.

په دې کې د ناموسي وژنو زیاتوالی هم څرګندیږي، چې د جدي انديښنې وړ مسله ده."


میرمن صبحرنګ زیاته کړه، چې په تیرو څو میاشتو کې د بل هر وخت په پرتله په افغانستان کې ناموسي قتلونه زیات شوې دي.

د بیلګې په ډول په خوست کې د بشري حقونو یو شمیر فعالانو په وروستیو کې د دې مسالې زیاتیدو ته اشاره وکړه.

هلته د بشري حقونو د خپلواک کمیسون استازو او د مدني ټولنې یو شمیر فعالانو ازادي راډیو ته وویل؛ چې د ناموسي قتلونو او جنسي تیري د پيښو زیاتیدو ته اندیښنه لري.

په افغانستان کې د ښځو د حقونو یوه فعاله او د ښځو چارو وزارت پخوانۍ مرستیاله مزاري صفا وايي؛ چې په تیروڅو کلونو کې په دې هېواد کې د ښځو د وضعیت د ښه کیدو لپاره ډير کم کار شوی او بنیادي پرمختګ نه دی شوی.

میرمن صفا وویل: "په هغه هیواد کې، چې هره دقیقه یا په هر نیم ساعت کې یوه ښځه د ماشوم زیږولو په وخت ومري، نو تاسې په خپله دا قضاوت وکړي، چې ښځې په څه حالت کې دي."

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کې ملیونونه ښځې هره ورځ د بد چلند، سپکاوي، تیري او حتی قتل په څير زور زیاتي سره مخامخ دي.

دا سازمان وايي، د نړۍ په کچه اویا فیصده ښځې په کور، د خپل کار ځاي، ښوونځي او نورو ځایونو کې د جنسي یا فزیکي تشدد سره مخامخ کیږي او په اکثر مواردو کې د ښځو په وړاندې زیاتي کونکو ته سزا نه ورکول کیږي .

د ملګرو ملتونو سازمان په خپله اعلامیه کې ویلي، چې په ډيرو مواردو کې ښځې نه شي کولای، چې د خپل حق څخه د دفاع لپاره غږ پورته کړي.

هغه ښځې، چې زیاتی ورسره کیږي، تر ډيره حده د شرم یا ویرې په خاطر پټه خوله پاتې کیږي.
XS
SM
MD
LG