تیرکال د عاشورا په ورځ د کابل ښار د مرادخانۍ د زیارت په انګړ کې انتحاري حملې ګڼ شمیر خلک ووژل او زخمیان کړل.
د فرانسې خبري اژانس عکاس د دې پيښې یو عکس اخیستی و.
دا عکس د (ترانه انوري) په نوم د یوې ماشومې نجلۍ و، چې شنې جامې یې په تن وې، وحشت وهلې وه، له سره تر پایه په وینو لړلې وه.
دا عکس په چټکۍ پرانټرنټي سایټونو خپور شو او د فرانسې د خبري اژانس عکاس "مسعود حسیني"، چې دا عکس یې اخیستی وو، د "پولیټزر" نړیواله جایزه وګټله.
دې عکس "ترانه اکبري" نړۍ ته د "له افغانستانه په زرغونه جامه کې نجلۍ" په توګه معرفي کړه.
دیارلس کلنې "ترانې اکبري" یو وار بیا د هغو کسانو په ضد، چې انتحاري حملې کوي، د جرات او مقاومت څرګندولو لپاره په مرادخاني کې د عاشورا په مراسمو کې ګډون وکړ.
فرانس پرس وايي، "ترانې اکبري" تیرکال ته ورته، زرغون کمیس اغوستی و.
تر دې یوه ورځ مخکې د کابل پولیسو د دوو وسله والو طالبانو د نیولو اعلان وکړ، چې پر شیعه زیارت کونکو یې د حملو پلان درلود.
د فرانس پرس خبریال وايي، ترانه اکبري د کابل په زاړه ښار کې اوسیږي. له خپلو خویندو سره یوه ځای یې د عاشورا په مراسمو کې د برخې اخیستلو لپاره تیاري نیوله.
دي ویلي، چې د هر خطر امکان شته، خو دا نه ډاریږي، لمړۍ د عاشورا مراسمو او بیا د تیرکال په پيښه کې د وژل شویو خپلوانو روح ته د دعا لپاره هدیرې ته ځي.
تیرکال په مرادخاني کې په انتحاري حمله کې د ترانې اکبري یوازینی ورور، چې ۹ کلن و او د کورنۍ ګڼ شمېر نور غړي ووژل شول.
په هغه ورځ په انتحاري حمله کې ترانه او د هغې دوې خویندې زخمي شوي وې، خو یوازې دا ژوندۍ پاتې شوه.
د فرانس پرس خبریال لیکي: "ترانې اکبري په جرات خبرې کولې خو تشویش یې په څيره کې څرګند و. د کور حالت یې داسې و لکه د مذهبي مراسمو لپاره نه بلکې جنګ ته چې چا تیاري نیولې وي."
ترانې اکبري ویلي، زه هر وخت په خوب کې هغه ځای ته ورځم، هغه ورځ په خوب وینم. خپل ورور او هغه سړی چې انتحاري حمله يې کړې وه په خوب کې وینم.
د فرانس پرس په لیکنه، په سیمه کې شدید امنیتي تدابیر نیول شوي وو، د ودانیو پر بامونو، سرکونو او لارو کې امنیتي کسان ولاړ وو او حتی ترانه اکبري هم د مراسمو ځای ته تر ننوتلو مخکې تلاشي شوه.
د فرانس پرس اژانس خبریال وايي، چې د عاشورا د مراسمو په ترځ کې د ګډون لپاره ترانه اکبري د خپل پلار احمدشاه سره راغلې وه.
هره شیبه یې غم په څيره کې زیاتیده.
یو ځای یې پښه وښوېده او د څو دقیقې يې تر یو چتر لاندې د دمې لپاره کښينوله.
فرانس پرس وايي، ترانه اکبري او د هغې پلار، د هغو کسانو په وړاندې، چې انتحاري حملې کوي، د خپل مقاومت تر څرګندولو وروسته د هدیرې په لور وخوځيدل.