د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۵۴

په کابل کې دوه تنه ځان وژونکي نیول شوي دي


د کورنیو چارو وزارت چارواکي وایي، نیول شویو دوو تنو د ځان وژونکو واسکټونو د جوړولو او افغانستان ته د هغوی د لیږدلو له شبکې سره تړلي وو.

دوه تنه ځان وژونکي چې تیره شپه د کابل د سروبی په ولسوالۍ کې د پولیسو له خوا نیول شوي، د شنبې په ورځ خبریالانو ته وښودل شول.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل، چې دغو برید کوونکو غوښتل د عاشورا په مراسمو کې ځانونه والوزوي:

"دوه تنه ځان وژونکو چې غوښتل یې کابل ته راشي او د محرم الحرام د لسمې ورځې د دعاګانو په غونډو کې ځان مرګي بریدونه وکړي، د پولیسو له خوا نیول شوي دي، دوی د واسکټ جوړولو او افغانستان د دې واسکټونو د لیږدولو له شبکې سره تړاو درلود."

صدیقي وویل، نیول شوي یو خاټول او بل بریالی نومیږي او دواړه افغانان دی.

صدیقي داهم وویل، د دوی یوازینی هدف دا و، چې د محرم الحرام په لسمه ورځ د دعاګانو په ځانګړو غونډو کې ځان مرګي بریدونه وکړي.

صدیقی له خلکو وغوښتل، چې د مشکوکو افرادو په پیژندنه کې له پولیسو سره مرسته وکړي؛ خو د خلکو هرډول مذهبي او داسې نورې غونډې په امن کې ترسره شي:

"د سوګوارۍ د مراسمو له مسوولینو هیله ده، چې ډیره توجه وکړي، څوک چې مشکوک وي، په هلکه دې پولیسو ته اطلاع ورکړي، څو د دوی مراسم په امن کې ترسره شي."

خلک وایي، افغان امنیتي ځواکونه باید دهیواد د پولو خوندیتوب ته تدابیر جدي کړي څو مخالفین ونه توانیږي، ترښارونو او یا د ښارونو تر دروازو ورسیږي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG