د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۲

ازرباییجان: ولې وارد شوې غواوې ډیرې شیدې نه ورکوي؟


د شیدو د تولید د زیاتوالي د هڅو په ترڅ کې د ازربایجان حکومت په میلیونونو ډالر اروپایي نسل زرګونه غواوې اخیستي دي، خو د ازادی راډیو د ازربایجان د څانګې خبریال سیدت اکیفکیز راپور ورکوي چې دې کارسمه نتیجه نه ده ورکړې.

په ازرباییجان کې له دغو غواګانو د نغدي سرچینې تمه کیده، خو داسې ښکاري چې له بهره دغه وارد شوې غواوې د دې هېواد له شرایطو سره سرنه خوري.

په تیرو درې کلونو کې د باکو حکومت د مالدارۍ د سکتور د ښه کیدو او د شیدو د تولید د زیاتوالي د هڅو په ترڅ کې په ۲۳ میلیون ډالرو شاوخوا څلورنیم زره غواګانې له جرمني او اتریش څخه اخیستي او هیواد ته یې وراد کړي دي.

په اروپاکې یوه زراعتي غوا د ورځې تر۴۰ لیترو شیدې ورکوي حال داچې یوه ډنګره ازربایجاني غوا ترنهو لیترو شیدي ورکوي.

حکومت هیله من و، چې اروپایي نسل غواګانې به د شیدو تولید تر۲۰۱۵ کال پورې تر دونیم میلیون ټنو پورې ورسوي. په تیر۲۰۱۱ کال کې د شیدو تولید ۱،۶ ټنه و، خو دغه پلان تر اوسه سمه نتیجه ورکړې.

داسې ښکاري، چې دغه اروپایي نسل غواګانې هغسې شیدې نه ورکوي چې په خپلو اصلي سیمو کې یې ورکولې.

د چارواکو په وینا یوعلت یې دا دی، چې بزګر او مالداران هغسې چې لازمه ده د دغو غواګانو سمه پالنه نشي کولای، په باکو کې د کرڼې د چارو کارپوه وحید مهامروف وایي:

"بزګران له بهره د وارد شویو غواګانو پالنه نشي کولای د ا په دې خاطر، چې دغه مالونه د لوړکیفیت خوراک او خاصې حفظ الصحې ته اړتیا لري."

بزګران بیا وایي، چې که د غو وارد شویو غواګانو ته د خوراک خاص رژیم عملي کړي، هغه ډيرګران پریوزي چې ورسره د شیدو بیه هم پورته ځي.

د تاربایا یوسیفوا په نامه یوې بزګرې چې په څو دغو اروپایي نسل غواګانو یې په دې هیله پانګونه کړې چې هره یوه به یې د ورځې ۳۵ لیتره شیدې ورکوي، وایي، دوی ته خاص غذایي رژیم د دې سبب شوی چې د تولید شویو شیدو بیه یې د بازار له نرخه لوړه شي:

"زموږ د تولید شویو شیدو بیه زموږ د ډیرومراجعینو لپاره لوړه ده او دا ځکه چې هغه واښه چې د دغو غوګانو لپاره یې اخلوډيرګران دي.

په دې خاطرموږ د حکومت سپسیدي یا مرستې ته اړتیالرو. موږ دغو غواګانو ته واښه او نورخوراکي مواد نشو اخیستلای. موږ مرستې ته اړتیا لرو."


له بهره دغه غواګانې د یوه پرګرام په اساس د اګرولیزینګ په نامه یوه دولتي شرکت واردکړي چې بزګرانو او حکومت د هرې یوې لپاره نیمایي قیمت پرې کړی او بزګریې باید تردریو کلونو پورې د قسط پاتې نیمایي پیسې هم پوره کړي.

یوبزګرچې په دغه پروګرام کې برخه اخلي باید خپل شخصي څړځای او غوجلې ولري چې شرایط یې هم باید سم وي. رطوبت، رڼا یې باید له هغو معیارونو سره برابروي چې دغو غواګانو ته د دوی په اصلي سیمویانې اروپا کې برابردي.

خود ازادی راډیو خبریال وایي، کله چې د ازربایجان په لویدیځ کې په قوشچ کلي کې یې له یوه فارم څخه لیدنه وکړه نو وضعیت داسې نه و.

د فیرودین حسنوف په نامه یوه بزګر ورته ویلي چې په لومړي سرکې یې دیرش غواوې له اګرولیزینګ شرکت څخه په قسط اخیستې وې خو ده نشوای کولای چې د ساتلو لپاره یې هغسې چې لازمه ده غوجلې برابري کړي او همداعلت وچې یوزیات شمیریې خپلو خپلوانو ته باکو ته استولي دي.

حسنوف وایي، ده د غوجلو شرایط ځکه نشوای ښه کولای چې د شیدو له درکه یې عاید ډیرکم دي. د ده په وینا په کلي کې یو لیترشیدې په ۲۳ کوپیکه چې د ډالرو له ۴۰ سینتو سره برابردي، پلورل کیږي:

"موږ له یوې غوا دوه ویشت، درویشت لیتره شیدې ترلاسه کوو. بله چاره نه وه ځکه مو ډیرې غواګانې باکو ته ولیږلې چیرې چې یولیتر شیدې په اتیا کوپیکه یانې یوډالرخرڅیږي."

په دې برخه کې یوه بله ستونزه هم شته هغه داچې له ۲۰۰۹ کال راهیسې لږترلږه له بهره وارد شوې ۲۶۰ غواوې مړې شوي چې ۱،۳ میلیون ډالره یې قیمت و. او کله چې بزګر خپله غوا له لاسه ورکوي بیا هم مجبوردی چې د یاد شرکت پورورکړي.

هغه اسناد چې د ازادی راډیو خبریال ترلاسه کړي ښیي چې یوه غواچې ازباییجان له اتریش څخه وارد کړي، یوه بزګرته پنځه زره امریکایي ډالرتمام شوې حال داچې ترکیې ته د همدې هیواد د صادرشوې یوې غوابیه درې زره ډالره ده.

د کرڼې د چارو کارپوه مهماروف وایي، کله چې حکومت په خپلو پیسو له بهره غواوې په بیړه اوله تیاریو پرته اخلي، حتما د پردې ترشاه یوه څه پراته دي.
XS
SM
MD
LG