د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

هند وايي، اجمل قصاب يي په دار وځړاوه


د هند په ممبي ښار کې د وسلوالو بریدونو، یوازنی نیول شوی برید کوونکې اجمل قصاب د هند په یوه زندان کې په دار وځړول شو.

24 کلن اجمل قصاب د هغو لسو وسلوالو په ډله کې یوازنی کس و، چې په 2008 میلادي کال د ممبي په تجارتي ښار کې د یو شمېر خونړیو حملو په ترڅ کې له پولیسو سره د ډزو په تبادله کې ونیول شو.

د هند د مهارشټرا ایالت د کورنیو چارو وزیر ښاغلي پټيل د اجمل د اعدام خبره تائید کړه، هغه وویل:

“د اجمل قصاب د بخښني غوښتنلیک رد شو. وسلوال اجمل نن پر سیمه ییزه وخت د سهار پر اوونیمو بجو په دار وځړول شو. دا کار هغو خلکه ته د درناوي په مناسبت وسو چې په بریدونو کې وژل سوي دي”

د څيړونکو په وینا، قصاب او د هغه نور ملګري د پاکستان د بندري ښار کراچې څخه د سمندر له لارې هند ته تللي وو.

هغوي په ممبي کې پر عصري هوټلونو، د اورګاډي تم ځای، د یهودانو د یوه فرهنګي مرکز په شمول پر یو شمېر نورو ځایونو باندې د لاسي بمونو بریدونه کړي وو.

د 60 ساعتونو د محاصرې په جریان کې 166 کسان په ډزو کې ووژل شول.

قصاب د ابتدايه محاکمې پر مهال اعتراف وکړ، چې راتلونکې جهادیان به له دغه عمل څخه الهام واخلي.

تحقیقات ښيي، چې د دې هلک تراژدي له غربت څخه سرچینه اخیسته وه، هغه ته د پيسو او شهادت وعدې ورکړل شوې وې. هغه د مذهب په نوم په ټروریستي فعالیتونولاس پورې کړی و.

اجمل قصاب د پنجاب د« فرید کوټ » په ولسوالۍ کې د پنځو خوندو وروڼو په منځ کې دریم ورورو.

نوموړی د ډیرې غریبۍ له کبله د لسو کلونو په عمر د ښوونځي پریښودلو ته مجبور شوی و.

اجمل قصاب وړاندې له دې چې په کوچنیو جرمونو لاس پورې کړي د لاهور په ښار کې یې مزدوري کوله او کله کله یې له خپل پلار سره د خوراکي موادو په غرفه کې کار کاوه.

قصاب په 2007 میلادي کال راولپینډي ته ولاړ، هلته یې د سختدریځي وسلوالي ډلې « لښکر طیبه» سره اړیکې پیدا کړې.

قصاب یوه ورځ په مارکیټ کې د لښکر طیبه د ګوند له فعالانو سره، چې په دغه ګوند کې یې د ګډون لپاره فورمې ویشلې مخامخ شو.

اجمل قصاب د لښکر طیبه په ډله کې د شاملیدو پریکړه وکړه.

هغه فکر کاو چې د وسلو استعمال د تربیت کورسونه به له ده سره د جرایمو په فعالیت کې مرسته وکړي.

هندي څیړونکې تور لګوي چې پر ممبيي باندي وسلوالې حملې د لښکر طیبه لخوا پلان سوې وي او همدې ګوند یې مالي مرسته کړې وه.

قصاب او ملګرو ته یې په څو وسلوالو کمپونو کې جسماني روزنه ورکړل سوې وه، او ورښودل سوي وو چې څرنګه وسلې وکاروي؟

قصاب وروسته اعتراف وکړ چې د لښکر طیبه ډلي مشر « حافظ سید» دوی ته وویل چې اوس د جهاد وخت را رسیدلی دی، پر هند باندي حمله کول، د کشمیر د آزادۍ لپاره هدف ته رسیدل دي.

اجمل ته د خپلو روزونکو لخوا ویل سوي ؤ چې، د قربانۍ په بدل کې به د دوی له کورنیو سره مالي مرستې وسي.

قصاب دا هم ویلي و چې په پاکستان کې د لښکر طیبه په لیکو کې د ده په څیر ډير نور ځوانان روزل سوي دي او د دې ماموریت لپاره انتظار کوي.
XS
SM
MD
LG