د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

"۳ میلیارده ډالره په جعلي اسنادو له افغانستانه ایستل شوي دي"


افغانستان بانک وایي، یو مسلکي کاري ټیم یې ټاکلی، څو هغه اسناد وڅیړي چې پر اساس یې له هیواد څخه درې میلیارده ډالر بهرته ایستل شوي دي.

راپورونه وایي، په دې وروستیو کې له هیواد څخه یوه زیاته اندازه ډالر ایستل شوي دي.

د افغانستان بانک ريیس نوراله دلاوري د سې شنبې په ورځ له ازادي سره په ځانګړې مرکه کې وویل؛ دا پیسې یوشمېر صرافانو په ذریعه بهر ته ایستل دي:

"متوجه شو، چې یوه اوونۍ مخکې، ډېرې پیسې د بانکونو له لارې بهرته لیږدول کيږي.

کوم اسناد چې یې په مقابل کې وړاندې شوي، هغه د پوښتنې لاندې دي، دا ډیرې پیسې دي.

دوه ورځې مخکې مو بانکونو ته د څارنې اته ټیمونه وګمارل څو هغه اسناد وپلټي چې د پوښتنې لاندې دي."


دلاوري وویل، دا اسعار چين، کوریا او د نړۍ یوشمېر نورو هیوادونو ته د دولتي او خصوصي بانکونو له لارې لیږدول شوي دي.

راپورونه دا هم وایي، په دې اسعارو تراوسه مالونه هم هیواد ته نه دي وارد شوي.

ښاغلی دلاوري د بانکونو نومونه وانه خیستل؛ خو ویې ویل، چې مساله یې جدي نیولی او په هربانک چې درغلۍ ثابتې شي، قانوني چلند به ورسره وشي:

"دا اسناد به وپلټو، له ګمرک له لارې ترهغه ځایه پورې چې دوی وایي؛ مالونه ترې اخلو.

موږ خپلو قونسلګریو او سفارتونو سره اړیکي ټینګوو، چې ترڅو مساله معلومه کړي.

هرسند چې جعلي ثابت شي، له عامل سره به یې قانوني چلند وشي. دې اسعارو ته موږ اړتیا لرو ا وڅوک هڅه کوي، په درغلۍ یې وباسي دا یو ملي خیانت ګڼل کيږي."


په وروستیو شاوخوا دوه میاشتو کې د ډالرو پر وړاندې دافغانیو ارزښت مخ په کمېدو دی.

فغان صرافان وایي، له کومې ورځې چې د غربي هېوادونو له خوا پر ایران بندیزونه لګیدلي؛ ډالرو ته یې اړتیا زیاته شوې، د همدې له امله ځینو خلکو هڅې تیزې کړي؛ چې ډالر ایران ته ولیږدوي.

خو افغانستان بانک وایي، د اسعارو مارکيټ یې تر کنټرول لاندی دی او د ډالرو د بیې لوړېدل یوه موقتي پیښه ده.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG