فرانسې نن په افغانستان کې خپل وروستي محاربوي ماموریت پای ته ورساوه.
فرانسوي عسکرو د کابل له شمال ختیځ ستراتیژیکي ولایت کاپیسا څخه د وتلو بهیر چې له افغانستانه د دې هیواد د ځواکونو د وتلو یوه برخه ده پیل کړ.
د فرانسپرس خبري اژانس په وینا پاریس ویلي؛ چې ټول فرانسوي محارب ځواکونه به راتلونکي میاشت له افغانستانه دوه کاله مخته له هغې چې د ایساف یا د نړیوالو امنیتي مرستندویه ځواکونو شاوخوا سل زره عسکر وتل پیل کړي؛ له دې هیواده ووځي.
شاوخوا یونیم زرفرانسوي عسکر به په ۲۰۱۳ کال کې په دې هیواد کې پاتې شي او د وسایلو او تجهیزاتو د ایستلو او د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې چارې به چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د ناتو د محارب ځواکونو له وتلو وروسته امنیتي مسوولیتونه په غاړه اخلي، سمبالوي.
فرانسه د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې پرامریکا د سپټمبر د یوولسمې له حملې وروسته په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ ایتلافي ځواکونو سره یوځای شوه او افغانستان ته یې زرګونه عسکر واستول.
خو له یوولس کلنې جګړې وروسته د طالبانو سخت مقاومت ته په پام سره له ۲۰۱۴ کال وروسته په هېواد کې د کورنۍ جګړې یا د طالبانو د بېرته راتلو خطر زیات شوی دی.
د فرانسپرس خبریال وایي، هغه ۴۰۰ فرانسوي عسکر یې ولیدل، چې د کاپیسا د نجراب له ولسوالۍ سهار مهال د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ووتل. دا له کابله بهرپه دې ولسوالۍ کې د فرانسوي ځواکونو وروستۍ اډه وه.
فرانسه چې په افغانستان کې د ځواکونو د شمېر له پلوه له امریکا، بریتانیا، جرمني او ایتالیا وروسته پنځم هیواد دی، ۸۸ عسکر یې په جګړو او نورو پیښو کې وژل شوي دي.
په کاپیسا کې چې ۶۰ فرانسوي عسکر وژل شوي، د فرانسوي عسکرو لپاره دا ولایت ترټولو مرګونی ولایت وو.
په دې ولایت کې په ۲۰۰۸ کال کې فرانسوي عسکر ځای شول؛ چې ورسره له طالبانو او نورو وسله والو سره نښتې هم سمدستي زیاتې شوې.
فرانسوي او افغان قومندانان وایي، کاپیسا اوس امنه ده خو په دې ولایت کې د نا امنیو پیښې او حملې وضعیت بل ډول ښکاره کوي.
په افغانستان کې د فرانسوي ځواکونو قومندان جنرال اولیوو باویچوف وویل؛ دی په دې ولایت کې د وسله والو مخالفینو د نفوذ د پراخیدو نښې نه ویني.
خو د فرانسپرس په وینا د اسې ښکاري، چې د کاپیسا ولایت له شپږو ولسوالیو په دوو کې وسله وال مخالفان په ډیروبرخو کنټرول لري.
په کاپیسا او د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د فرانسوي ځواکونو قومندان جنرال ایریک ریاز ویلي؛ چې د کاپیسا ولایت امنیتي چارې به شاوخوا ۴۷۰۰ افغان پولیس او عسکر سمبالوي او دونیم سوه امریکایي عسکر به یې ملاتړکوي.
هغه وایي، دی د افغان ځواکونو وړتیا ته خوشبین دی، چې وسله وال مخالفان یې مات نه کړي ځکه د دوی شمیرد هغوی په نسبتا لس چنده زیات دی.
پاریس له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو بهیرد ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو خونړیو حملو وروسته ګړندی کړ.
ویل کیږي، چې د فرانسوي ۲۲۰۰ عسکرو ۷۰۰ به یې د روان کال ترپایه پورې بیرته وطن ته ستانه شي.
شاوخوا پنځوس فرانسوي عسکر به په وردګو او یونیم زرنور به په کابل کې پاتې شي؛ ترڅو د ۲۰۱۳ کال تردوبي له افغانستانه د فرانسوي ځواکونو د ایستلو وروستی بهیر تنظیم کړي.