د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۹

بان کي مون د غزې د وضعیت په اړه له احمد مرسي سره ګوري


د ملګرو ملتونو عمومي منشي "بان کي مون" به نن مصر ته ورسیږي.

بان کي مون پرون اعلان وکړ، چې په غزه کې د حماس د وسله والو او اسراییلي ځواکونو ترمنځ د کرارۍ د هڅو د ملاتړ لپاره مصر او اسراییل ته ځي.

مصر د څو محدودو اسلامي هیوادونو له جملې دی؛ چې د اسراییل سره ډيپلوماټیک اړیکي لري.

د مصر ولسمشر محمد مرسي په غزه کې د اوربند د ټينګیدو لپاره د حماس د رهبرانو او د اسراییلي چارواکو ترمنځ د منځګړیتوب هڅې هم کړې دي.

بان کي مون به نن قاهرې ته ورسیږي او د ولسمشر مرسي سره به په غزه کې د کرارۍ پر هڅو خبرې وکړي.

دا لا نده څرګنده، چې بان کي مون به په دقیقا څه وخت اسراییل ته رسیږي.

د غزې یو اوسیدونکی "فلاح ابراهیم" وايي، هیله لري، چې د بان کي مون دا سفر به د وضعیت له ښه کیدو سره مرسته وکړي:

"موږ یې هرکلی کوو، هیله لرو، چې د بان کي مون سفر به مثبت اغیز ولري."

خو د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه وايي، چې د غزې زیات اوسیدونکي فکر نه کوي، چې د بان کي مون سفر به د غزې د وضعیت د ښه کیدو لپاره ګټه ونه کړي.

د غزې یو بل اوسیدونکی، چې ځان یې یوسف معرفي کړی دی، په ۲۰۰۹ کال کې سیمې ته د بان کي مون د سفر یادونه کوي او وايي:

"زه یې هرکلی نه کوم ځکه دی، د ۲۰۰۸ -۲۰۰۹ تر منځ وخت کې، چې دلته جګړه روانه وه راغلی و، خو هیڅ ګټه یې ونه رسوله. به بیا هم راشي، خو زموږ لپاره به هیڅ هم ونه کړي.

هغه به د اقداماتو د ترسره کولو خبرې وکړي، خو په عمل کې به هیڅ هم ونه کړي."


د اسراییل پوځ د حماس د راکټي حملو د پای ته رسولو لپاره د نومبر پر څوارلسمه نیټه؛ په غزه کې د حماس پر اهدافو د هوا او سمندر له لارې پوځي عملیات پيل کړل.

نن د دې عملیاتو شپږمه ورځ ده.

فلسطینی ډاکټرانو ویلي، چې یوازې نن په دې نښتو کې لس تنه فلسطینیان وژل شوي دي. په تیرو څو ورځو کې دری اسراییلیان د حماس له خوا په راکټي حملو کې وژل شوي دي.

د اسراییل پوځ په یوه اعلامیه کې نن وویل، چې تیره شپه یې اتیا هوايي حملې کړې دي. اعلامیه وايي، چې د دوی هدف هغه ودانۍ وې، چې ګمان کیږي، د حماس لوړ رتبه مشران په کې پټ شوي وو.

د حماس وسله والو هم ګڼ شمیر راکټ د اسراییل لوري ته ورویشتي دي.

په داسې حال کې د اسلامي نړۍ زیات هیوادونه د فلسطینیانو ملاتړ کوي، زیات شمیر غربي دولتونه په دې باور دي؛ چې اسراییل د ځان د دفاع حق لري.

دې مسالې یو وار بیا د غرب او اسلامي نړۍ ترمنځ په اړیکو کې درز پيدا کړی دی.
XS
SM
MD
LG