د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

"د ټاکنو د شکایتونو د اوریدو کمیسیون دې دایمي او خپلواک واوسي"


د مشرانو جرګې غړو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دندو او واکونو د قانون پر طرحه بیلا بیل بحثونه وکړه او تر لسمې مادې پورې ګرم بحث د شکایتونو اورېدلو کمېسیون پر خپلواکۍ او د دې کمېسیون رئیس پر ټاکلو وو.

د یکشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې چې پر دې طرحه خبرې کېدلې؛ ځینې سناتوران د انتخاباتي شکایتونو د اورېدلو کمېسیون پر خپلواکۍ او دایميتوب سره مخالف وو؛ د ځینو نظر دا و، که دغه کمېسیون خپلواک او دایمي وي ستونزي به حل نه کړي خو نورو ویل؛ چې هره ورځ د دې کمېسیون جوړول هم ستونزمن کار دی.

خو مشرانو جرګې د رایو په اکثریت پریکړه وکړه، چې د شکایتونو د اوریدو کمیسیون دې دایمي او خپلواک و واوسي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد عالم ایزید یار پریکړه داسې اعلان کړه:

“هغه کسان چې د تقنین کمېسیون په پلوي رایه ورکوي، یعنې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او د انتخاباتي شکایتونو د اورېدلو خپلواک کمېسیون، چې زموږ د کمېسیون نظر دی او د ولسي جرګې له خوا تایید دی، زرغون کارټ او هغه کسان چې مخالف دي او د شکایتونو اورېدلو لنډمهالۍ کمېسیون غواړي سور کارټ دي پورته کړي.

د کارټونو اکثریت زرغون دی، نو پر دې اساس د تقنین کمېسیون نظر تصویب شو.”


تر دې پخوا د انتخاباتو د خپواک کمیسیون د دندو او واکونو د قانون طرحه د ولسی جرګې له خوا تصویب شوې ده.

ولسي جرګې د انتخاباتي شکایتونو په کمېسیون کې دوه بهرنیان هم د غړو په توګه منلي؛ چې ولسمشر حامد کرزي له دې سره خپل مخالفت ښوولی.

د مشرانو جرګې ځینو غړو هم پخوا تر دې د شکایتونو اوریدلو په کمیسیون کې د بهرنیانو له موجودیت سره مخالفت کړی و، خو تر اوسه په دې اړه عمومي پرېکړه نه ده سوې.

د یکشنې په ورځ مشرانو جرګې ددې قانون په اړه دا هم تصویب کړه، چې د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون رییس باید د ولسمشر له خوا نه بلکې خپله د کمېسیون د اوو غړو ترمنځ د انتخاباتو له لارې وټاکل سي.

خو له دې پرېکړي سره یو شمېر سناتوران مخالف هم وه، ددې جرګې دوه غړي په دې اړه وايي:

“زما نظر د اصلي متن سره موافق دی، ځکه چې په ازادو انتخاباتو کې ستونزي پیدا کیږي، نو ولسمشر باید د رئیس د ټاکلو واک ولري.

په اوسنیو حالاتو کې باید د شکایتونو اورېدلو کمېسیون رئیس یو ښه مدیر وي، که د کمېسیون د غړو له خوا څوک رئیس وټاکل سي فکر نه کوم، چې یو ښه کس دي انتخاب کړي نو صلاحیت یې باید ولسمشر ته ورکړل شي.”


د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دندو او واکونو د قانون طرحه ۵ فصلونه او ۳۵ مادې لري، چې د یکشنبې په ورځ مشرانو جرګې یوزاي تر لسمي مادې پوري بحث پر وکړ.

د غونډي په پای کې پرېکړه وشوه، چې مشرانو جرګه به په خپله راتلوونکې غونډه کې پر دې طرحه نور بحث وکړي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG