د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۲

د عربي تولنې یو پلاوی غزې تراړې ته سفر کوي


ټاکل شوې ده، چې د عربي ټولنې د سرمنشي په مشرۍ د عربي هیوادونو یو ګډ پلاوی له فلسطینیانو سره د خپل یوالي څرګندولو په خاطر ډیر ژر غزې تراړې ته سفر وکړي.

په قاهره کې د عرب لیګ د بهرنیو چارو وزیرانو په غزې تراړه کې د روان وضیعت په اړه له خپلې غونډې وروسته په یوې اعلامیه کې ویلي؛ چې د نبیل العربي په مشرۍ پلاوی به یا نن او یا هم سبا دوشنبه غزې ته ورسیږي.

په غزې تراړې باندې د اسراییل د هوايي بریدونو د څیړولو لپاره د عربي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په خپله دې غونډه کې پریکړه وکړه؛ چې د اسراییل پر وړاندې به په خپلو دریځونو له سره غور کوي او له فسلطینیانو څخه به کلک ملاتړ څرګندوي.

عربي هیوادونو دا پریکړه هم وکړه، چې دوی به اسرایل ته د دې ټولنې له خوا د ۲۰۰۲ کال د سولې پر دې پیشنهاد غور وکړي؛ چې ایا د یوه ستراتیژیک انتخاب په توګه د عربي ټولنې د سولې نوښت پر ځای پاتې شي او که لغوه شي.

عربي هیوادونو اسراییل ته د سولې د ۲۰۰۲ کال په نوخت کې پیشنهاد کړی؛ چې که اسراییل له ټولو نیول شوو فلسطیني سیمو ووځي؛ د فلسطیني کډوالو د ستنېدو حق ومني؛ نو ټول عربي هیوادونه چمتو دي، چې دا هیواد په رسمیت وپیژني.

په عین حال کې د فسلطینیانو د حماس ډلې سیاسي مشر خالد مشعل دا مهال په قاهره کې دی او د دې هیواد له چارواکو سره خبرې کوي؛ نوموړی پلان لري، چې پر غزې د اسراییل د حملو په اړه د ترکيې له صدراعظم رجب طیب اردوغان سره هم وویني.

اردوغان په غزه کې د وضیعت د خرابولو مسوولیت پر اسراییل اچولی او ویلي یې دي، چې دا هیواد باید په غزې تراړه کې د روان قتل عام له امله نړېوالو ته ځواب ووايي.

سپیني ماڼۍ بیا په سیمه کې د روان تاوتریخوالي د محدودولو غوښتنه کړې؛ خو په عین حال کې يې دا هم ویلي، چې اسراییل له ځان څخه د دفاع حق لري.

د اسراییل او د حماس ډلې تر منځ چې غزه تراړه په خپل کنټرول کې لري؛ وروسته تر دې تاوتریخوالی او متبادلو بریدونو زور واخست چې اسراییل تیره چهار شنبې د دې ډلې د پوځي څانګې مشر احمد الجباري په یوه راکټي حمله کې وواژه.
XS
SM
MD
LG