د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۲

د ډالرو بیې راټیټې شوي، خو لا هم د توکو بیې لوړې دي


د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي او دکانداران په بازارونو کې د لومړنیو توکو د لوړیدو له امله شکایت کوي او وايي چې سره له دې چې د ډالرو بیې راټیټې شوي، خو لا هم د توکو بیې لوړې دي.

د کابل ښار یو شمېر دوکانداران وايي، چې له کله نه چې د ډالرو بیې لوړې شوي دي نو ددوي خرڅلاو نه کیږي او له حکومته غواړي چې د ډالرو بیې باید کنټرول شي:

"د ډالرو په لوړوالي موږ سخته ضربه وینو او په غریبو باندې مشکلات ډیر راځي او هماغه ده چې خرڅلاو مو کمیږي"

د راپورونو له مخې په دې وروستیو څو ورځو کې دا لومړی ځل دی چې په کابل کې د ډالرو بیه ډیره لوړیږي.

د افغانستان بانک مسولین بیا ددې ستونزې اساسي لامل بهرنیو هېوادو ته او په خاصه توګه ایران ته د ډالرو وړل بولي،د افغانستان بانک مشر نورالله دلاوري د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ډالرو د بیې د ټیټولو لپاره يي بازار ته ډالر توضیع کړل:

"موږ د اسعارو په برخه کې تغیرات راوستل او همدا لامل شو چې بیې بیرته ټیټي شوي موږ ټولو ته ویلي چې د ډالرو لوړیدل اقتصادي مسله نه وه بلکې لامل يي دا وه چې ډالر په غیر قانوني ډول بهر ته وړل کیدل چې زما هدف ایران دی اوس موږ دا مساله له بانکونو سه هم جدي نیولی او هره اونۍ په بازار کې ډالر هم خرڅوو"

په ورته وخت کې د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي هم شکایت کوي چې له یوې خوا ژمی راروان دی او له بلې خوا په بازارونو کې د لومړنیو توکو بیې لوړې شوي او په وینا يي د ډالرو ټیټیدل په نرخونو هیڅ تاثیر نه دی کړی.

دوي له حکومته غواړي چې ژر تر ژره ددې ستونزې مخه ونیسي، خو دافغانستان بانک مسولین بیا وايي چې دوي د ۷میلیارډه ډالرو زیرمې لري او پری به نږدي چې په بازارونو کې د اسعارو بیې لوړې شي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:18 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG