ځینو سناتورانو د انتخاباتي شکایتونو په کمیسیون کې د دوو تنو بهرنیانو د موجودیت په اړه د ولسمشر کرزي په څیر نظرونه درلودل او د دوي له موجودیت سره یې مخالفت څرګند کړ.
سناتورانو د سې شنبې په ورځ د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دندو او صلاحیتونو د قانون په مسودې بحث وکړ، خو کومې نهایي پریکړې ته ونه رسیدل.
دغو سناتورانو وویل، چې د انتخاباتي شکایتونو په کمیسیون کې د دو تنو بهرنیانو موجودیت د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې په معنی دی.
سناتور شیر محمد اخندزاده خپل نظر داسې څرګند کړ:
"زما نظر دا دی، چې د انتخاباتي شکایتونو په کمیسیون کې د دو تنو خارجیانو داخلیدل د افغانستان په ګټه نه دي، ټولو افغانانو دا تجربه حاصله کړې ده چې دوه وارې انتخابات شوي خو دواړه ځله همدغو خارجیانو بد نام کړي دي، موږ نورنه غواړو چې خارجیان په دې کمیسیون کې شامل شي."
ولسي جرګې له دې وړاندې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دندو او صلاحیتونو د قانوني مسوده تصویب کړی ده.
د ولسي جرګې له خوا د تصویبب شوې مسودې له مخې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په چوکاټ کې دایمي ارګان دی او په اوو غړو کې یې دوه باید بهرنیان واوسي.
د مشرانو جرګې غړو د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د موقت او دایمي شتون په اړه هم بیلابیل نظرونه درلودل.
ځینو سناتورانو د دغه کمیسیون له دایمي موجودیت سره موافقه درلوده او دا یې د راتلونکو انتخاباتو لپاره ګټور وباله.
سناتور علي اکبر جمشیدي په دې اړه وویل:
"تیرو تجربو او تیرو انتخاباتو په پام، چې غیرشفاف او غیرعادلانه انتخابات وو، ښه ده چې د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو کمیسیون موجود وي. هغه ددې لپاره چې د افغانستان خلکو ته د باور فضا رامنځ ته کړو، ترڅو په پاک زړه د رایو صندوقونو ته ولاړ شي."
مشرانو جرګې له ډیرو بحثونو وروسته تصویب کړه چې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون باید موقتي و اوسي.
ولسمشر کرزي څه موده وړاندې د انتخاباتي شکایتونو په کمیسیون کې د دو تنو بهرنیانو له حضور سره کلک مخالفت څرګند کړ او دایې د ملي حاکمیت سره په ټکر کې یوه موضوع وبلله.
راپور: اسدالله لودین کابل