د کانونو وزارت چارواکي وايي، چې د افغان ــ تاجک د نفتي ساحې د انکشاف او مطالعې لپاره د څو بهرنیو کمپنیو د غوښتنلیکونو ( پروپوزلونو) ارزیابي پیلوي.
چارواکي وايي، چې دغو کمپنیو نن ( دوشنبه) د داوطلبي په وروستۍ ورځ خپل غوښتنلیکونه یاد وزارت ته سپارلي.
مسئولین وايي، چې دوي په څلورو کلونو کې په افغان تاجک حوزه کې د تیلو او ګازو د اندازې په اړه خپله مطالعه بشپړه کړي.
د افغانستان په شمال کې د امو سند د حوزې د څو بلاکونو د تیلو د استخراج چارې له مخکې د یوې چینایۍ کمپنۍ له خوا پيل شوی دی.
په دې اړه نور معلومات د رحمت الله افغان په راپور کې اورو:
راپور: رحمت الله افغان، کابل