د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۰۷

اسعمیل خان د مجاهدینو شورا له خو پر خلکو د وسلو د وېش ادعا رد کړه


د اوبو او بریښنا وزیر محمداسمعیل له حکومته وغوښتل هغه ادعاګانې چې د هرات د والي له خوا په ده شوي په جدي توګه وڅیړي.

ښاغلي اسمعیل خان د شنبې په یوې خبري غونډه کې د مجاهدینو د شورا له خوا په خلکو باندې د وسلو د ویش په اړه د هرات د والي ادعا بې اساسه وبلله.

نوموړي وویل، چې ده د پخوانیو مجاهدینو د وسله وال کولو او یا هم د دولت پر ضد د استمعالولو په اړه یوه کلمه خبره هم نه ده کړې.

اسمعیل خان د هرات ولایت د چارواکو له خوا رسنیو ته وړاندې شوي سندونه جعلي وبلل او ویې ویل، چې هغوی په دې کار سره په هڅه کې دي، چې د مجاهدینو شورا بدنامه کړي.

"د والي ویاند یو کارت ښودلی او ویلي یې دي، چې دلته وسله ویشل شوې، دا کارت چې دوی ښودلی دی، چاپ شوی دی، نه ترې معلومیږي، چې څه ډول وسله، تفنګچه، کلاشنکوف او که څه. دا د وسلې کارت نه دی بلکې یو ساخته ګي شی دی.

په دې هیواد کې چې له شپیتو بهرنیو استخباراتي شبکو نه ډير فعالیت کوي، طبعاً دسیسه جوړيږي.

که یو میل وسله هم ویشل شوي وي، زه حاضر یم چې د افغانستان د ملت په وړاندې محاکمه شم او تر ټولو سخته سزا ووینم."


ښاغلي اسمعیل خان د مجاهدینو د شورا په اړه د هرات د سیمه ییزو چارواکو او د ولسي جرګې د رامنځته شویو اندیښنو په ځواب کې وویل؛ چې د مجاهدینو شورا په افغانستان کې د امنیت د لا ټینګښت په خاطر جوړه شوې ده.

نوموړي د دې شورا د جوړیدو یو هدف د وسله والو طالبانو د نفوذ مخنیوی وباله.

ښاغلي اسمعیل خان وویل، ممکن په راتلونکې کې ملي اردو له مخالفینو سره مقاومت ونشي کړای، نو په هغه صورت کې باید د سیمې خلک د اردو له وسلې نه ګټه واخلي او په مقابل کې یې پاڅیږي.

خو د هرات مسوولین ټینګار کوي، چې د دې شورا له ادرسه وسلې ویشل شوي دي. د هرات د والي ویاند محي الدین نوري ازادي راډیو ته وویل:

"په خواشینۍ سره باید ووایم، چې د مجاهدینو د شورا له خوا پر خلکو وسلې ویشل شوي دي او په اړه یې موږ ته سندونه لاس ته راغلي دي."

ښاغلي نوري وويل، چې په هرات کې په خپل سر د وسلو د ویشلو په اړه راټول شوي شواهد به مرکز حکومت او اړوندو ادارو ته وسپارل شي.

په هرات کې د مجاهدینو د شورا رامنځته کیدنه د هرات د سیمه ییزو چارواکو د غبرګونو تر څنګ د ملي شورا د ځینو استازو له اندیښنو او څرګندونو سره هم مخ شوې ده.

په ولسي جرګې کې د خلکو یو شمیر استازو ویلي، چې د امنیتي ځواکونو تر څنګ په هیواد کې د پخوانیو مجاهدینو وسله وال کیدلو ته هیڅ اړتیا نشته او دا کار به په راتلونکې کې په هیواد کې د لا ډیرو ګډوډیو سبب شي.

راپور: صفي الله ستانکزی
XS
SM
MD
LG