د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ وايي، برتانیا هیله لري چې ولسمشر بارک اوباما به له افغان طالبانو سره د سولې خبرواترو ته نوې سا ورکړي.
د لندن چاپ ټایمز ورځپاڼه راپور ورکوي، چې هېګ دا څرګندونې د جمعې په ورځ د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره ترکتنې وروسته په نوې ډېلې کې کړي او ویلي یې دي، چې لندن او واشنګټن په ګډه له طالبانو سره د پخلاینې پر راتلونکو اقداماتو کار کوي او په دې برخه کې د پام وړ کارونه روان دي.
د برتانیې د بهرنیوچارو وزیر ویلیم هېګ وايي، برتانیا په افغانستان کې د سولې هڅو ته د یوې ډېرې مهمې او حیاتي مسالې په سترګه ګوري او دی تمه لري، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما به هم له انتخاباتو وروسته دې موضوع ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
ښاغلي هېګ د افغانستان په اړه دا څرګندونې د هند د بهرنیوچارو له وزیر سلمان خورشید سره تر کتنې وروسته وکړې.
د قطر په منځګړتوب له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې اترې په روان کال کې بې نتیجې پای ته ورسېدې ځکه اوباما د انتخاباتي مجبوریتونو له وجې ونشوای کړای له ګوانټانامو زندان څخه د طالب قوماندانانو د خوشې کولو په ګډون طالبانو ته یولړ امتیازات ورکړي.
هېګ چې هند ته د سفر پرمهال د جمعې په ورځ په نوې ډېلي کې خبرې کولې، وویل له ګوانتانامو څخه د طالب مشرانو خوشې کول باید د دې خبرواترو له چوکاټه ونه اېستل شي او زیاته یې کړه، دی هیله لري چې د امریکا د انتخاباتو ګټونکی ولسمشر به د افغانستان د لانجې سیاسي حل ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
ده ډاډ ورکړ، چې هېواد یې په افغانستان کې د پخلاینې پر راتلونکو اقداماتو له امریکا سره په ګډه کار کوي او په دې برخه کې د پام وړ کار روان دی.
هېګ وویل، 2013 د افغانستان لپاره یو ډېر مهم کال دی او د سولې د هڅو د چټکولو له پلوه هم ځانګړی اهمیت لري.
ده زیاته کړه چې له طالبانو سره د سولې په اړه د لندن او واشنګټن سلامشورې حتی په امریکا کې د انتخاباتو پرمهال هم ونه ځنډېدې خو ده ټینګار وکړ چې یوازې له انتخاباتو وروسته پردې موضوع بشپړ تمرکز کېدای شي او ځکه خو دی تمه لري چې اوباما به دې هڅو ته نوې سا ورکړي.
ټایمز ورځپاڼه د جګپوړو برتانوي چارواکو له قوله لیکي چې وايي، دوی هیله من دي چې د ملامحمدعمر په مشرۍ د طالبانو اصلي ډله ښايي په 2014 کال کې په انتخاباتو کې برخه واخلي خو دا چارواکي چې د ټایمز په راپور کې یې نومونه نه دي یاد شوي، داهم مني چې د وسله والو مخالفینو ځینې مهم مشران په دې باور دي چې د ناټو د ډېرې برخې ځواکونو له وتلو وروسته شرایط یې په ګټه دي ځکه فکر کوي چې دوی کولای شي پرټول افغانستان ولکه ټینګه کړي.