د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۱

امریکايي سرتیري ولې افغانانو ته د شک په سترګه ګوري؟

د افغان عسکرو په جامه کې پر بهرنیو عسکرو حملو داسې یوه فضا رامنځ ته کړې، چې امریکايي عسکر افغانانو ته د شک په سترګه ګوري او افغانان ترې دا ګیله لري، چې ولې پر دوي اعتماد نه کوي.

دا حملې ډیرې په نارامه سیمو لکه کندهار کې شوي، چې اوس هلته د افغان او امریکايي عسکرو ګډ عملیات محدود شوي بیا هم په ګډه سره کار کوي او امریکايان افغان سرتیري روزي.

امریکايي پوځي ستیف بیتي د خطر نښو ته بیداره وو او د افغانستان د پولیسو او پوځ په جامو کې پر امریکایي عسکرو د حملو له لړۍ ښه خبروو .

په کندهار کې هغه ته یو افغان ساتونکي مشکوک ښکاره شو، ده خپل ټوپک جګ کړ او دې افغان ستاتونکي بیا خپل انتحاري واسکت ته انفجار ورکړ.

د بم چیرې شاوخوا په دې ځای کې، چې له شلو ډیر امریکايي عسکر، د امریکا د استخباراتي ادارې سي ای ای پلټونکي او افغان استخبارتي چارواکي وو، چې په دوه هلیکپترو کې له پیښې څو شیبې مخکې تازه رارسیدلي وو .

څلویښت کلن امریکايي پوځې مایک جوهولا، چې په طبي برخه کې کارکوي وايي دې چاودنی ډیر سخت غږ درلود .

بیتي چیغي وهلی چې ټپي شوی دی . د هغه د ترجمان له پښې سختي ویني بهیدي او چغي یې وهلي .

امریکايي او افغان ځواکونه لا هم هر ورځ په ګډه په جګړو کی برخه اخلی او امریکایان افغان ځواکونه له نیژدي روزي خو ډیر ځله ددوې تر منځ اندیښنې او شکونه شته .

سږ کال د افغان عسکرو له خوا پر بهرنیو پوځیان دننه ددوې په لیکو کې یو څلویښت حملې شوي چې په دې لړ کې پینځه دیرش امریکایي عسکر او دوه ویشت نور چې د نورو هیوادنو وو وژل شوي دي .

د پینټاګون ویاند ویلیم سپایکس وايي، په دې حملو کې تر بهرنیانو ډیر شمیر افغانان وژل شوي دي .

اوس نو د امریکا پوځ د ساتونکو فرشتو په نوم نوي پوځیان ګمارلی څو دوی حالات وڅاری او ووینی چې امریکایې پوځیان د خپلو نیژدي افغان ملګرو له خوا په خطر کې نه وي . امریکایي پوځیانو اوس له افغان ملګرو سره خپل عملیات محدود کړي دي او په پوځې قرارګاوو کې چې یو وخت یې څنګ په څنګ له افغان پولیسو او پوځیانو سره کار کاوه ځانته یې بیل ځایونه جوړ کړی دي .

کندهار چې د طالبانو اصلی ټاټوبی بلل کیږي له کلونو راهیسي مهم هدف ددې ولایت د امنیت خوندی کول دي . خو په دې سیمه کې اوس امریکايي ځواکونو ددوې جنګې رول کموي او سږکال اوړي چې په همدی ځای کې د افغان پوځیانو له خوا پر بهرنیانو حملې وشوي ، د امنیت چاری خپله افغان پوځیانو او پولیسو په غاړه واخیستي .

وروسته له هغې چې د تیر اګست او سپتمیر په میاشتو کې په کندهار کې پر بهرنیو عسکرو د افغان عسکرو له خوا حملې وشوې نو بیا د متحد ایالاتو قوماندانانو پر امریکايي قطعو امر وکړ چې په سره بیلو هډو کې واوسیږي او په دې توګه د افغان او امریکايي ځواکونو د اوسیدو ځایونه په اغزنو مزو او امنیتي موانعو سره بیل شو .

د همدي ډول هډو څخه یوه وړه بیله شوی هډه د کندهار پر لویه لاره پرته ده چې څلوریشت ساعته یو عسکر له خپل ټوپک سره پکې پیره کوي او د افغان ځواکونو تر خوا دیوال درول شوی دي .

یو امریکايي صاحب منصب ، تیرون وارلتون وايي ، دا امنیتي اقدامات د ډیرو خبګانونو او ناخوالو سبب شوي دي . کله چې افغانان په وره کې ساتونکي وینی نو بیا امریکایانو ته وايي تاسو په مونږ باور نکوي .
XS
SM
MD
LG