د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۲۸

"افغان ولسمشر به د اندونیزیا له چارواکو سره، څلور مهم سندونه لاسلیک کړي"


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکې وایي، ولسمشر کرزی به د بالي دموکراسۍ په پنځمه غونډه کې پر ګډون سربیره، د اندونیزیا له چارواکو سره، څلور مهم سندونه لاسلیک کړي.

د دې وزارت ویاند جانان موسی زي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د افغان دیپلوماتو د ویزې د ستونزې حل او د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د فرهنګي اړیکو پراختیا، مهمې موافقې دي چې د دواړو هېوادو د چارواکو ترمنځ به لاسلیک شي.

موسی زي زیاته کړه، د دې سند له لاسلیک کیدو وروسته دیپلوماتان او رسمي کارکوونکي ضرورت نه لري، چې ویزې واخلي.

موسې زی دا هم وویل، له دې مخکې افغانستان له ایران، ترکي او تاجکستان سره هم ورته سندونه لاسلیک کړي دي، ده له اندونیزیا سره د لاسلیک کیدونکې سند په هکله وویل:

«موافقتنامه د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د یوزرو نهه سوه پنځه پنځوسم کال د دوستۍ د معاهدې تجدید نظر دی، دا موافقتنامه به د دواړو هېوادو ترمنځ د دوستی د مذاکراتو پیلیدو ته لاره اواره کړي.

بل د مشورو سند دی، چې له مخې به یي هر کال د دواړو هېوادو د بهرنیو چارو وزیران یو تربله د سیاسي مشوروغونډه کوي.»


د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د بهرنیو چارو او اطلاعاتو او کلتور وزیران، د ملي امنیت عمومي سلاکار او یو شمېر نور لوړ پوړي چارواکي د ولسمشر د سفر ملګري دي.

جمهورريس کرزی به د اندونیزیا له سفره وروسته، د روانې میلادي میاشتې په نهمه هند ته لاړ شي او د دې سفر په لومړۍ ورځ به له هندي پانګوالو سره وویني، څو هغوي په هېواد کې پانګو اچونو ته وهڅوي.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، په هند کې به د هغه هېواد له چارواکو سره څلور مهم سندونه لاسلیک شي، بیا هم موسی زی وایي:

«د هندوستان د سل میلیونو ډالرو د نوې مرستې د تفاهم یاد داشت دی، چې له مخې به یي هند پنځوس فیصده افغان حکومت ته ورکوي او نوره به د غیر دولتي موسسو له لارې لګوي.

بل سند د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنک وزارت او د هند د ځوانانو او ورزش د وزارت ترمنځ د همکاریو سند او بل سند، د افغانستان او هند دکانونو د وزارتونو ترمنځ لاسلیک کیږي.»


د بهرنیو چارو وازت وایي، د کرنې د سکتور د پراختیا لپاره د کیمیاوي سرې د تولید په برخه کې د همکاري سند په دې سندونو کې شامل دي.

افغانستان له دې مخکې له هند سره د همکاریو ستراتیژیک سند هم لاسلیک کړی دی.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG