د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۵

میشال اوباما، په امریکا کې تر خپل خاوند بارک اوباما ډیر مینه وال لري


میشال اوباما د امریکا د ولسمشر بارک اوباما میرمن
میشال اوباما د امریکا د ولسمشر بارک اوباما میرمن
میشال اوباما تر ډير حده د یوې ښځې او د امریکا د یوه وګړي په توګه، د بارک اوباما پر ژوند، د هغه پر کورنۍ، زده کړې او د راتلونکې لپاره د هغه پر اهدافو خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر سروې ګانې وايي، چې میشال اوباما، په امریکا کې تر خپل خاوند بارک اوباما ډیر مینه وال لري.

میرمن اوباما د کالیو اغوستلو د ځانګړۍ سلیقې په خاطر ډیره پيژندل شوې ده.

دا په امریکا کې د دوهم ولسمشر میرمن ده، چې د مد او فیشن د ډيرې معتبرې مجلې (Vogue) پر لومړي مخ یې عکس چاپ شوی دی.

میرمن اوباما د یوې مهربانې مور په توګه هم ډیره پيژندل کیږي او لیدل شوې ده، چې د ماشومانو سره د مرستې په ځانګړو خیریه پروګرامونو کې برخه اخلي.

د نیویارک ټایمز په یوې مقالې کې راغلي، چې کله میرمن اوباما کوم ښوونځي ته ولاړه شي، په یوه وار یوه ډله ماشومان په خپله غیږ کې ونیسي.

سږکال میرمن اوباما د انتخاباتي مبارزې په څو میاشتو کې، د خپل خاوند سره د امریکا بېلابېلو ښارونو ته ولاړه.

دې د داسې مسایلو په یادولو، چې له سیاست سره مستقیم اړخ نه لګوي، هڅه کوله چې بارک اوباما خلکو ته د یو مهربانه، ریښتیني او خواري کښ انسان په توګه ور وپيژني.

میرمن اوباما د دیموکرات ګوند له خوا د جمهوري ریاست لپاره د خپل خاوند د رسمي معرفي غونډې ته وویل:

"تاسې ګورئ، چې بارک او زه دواړه په داسې کورنیو کې لوی شوي یو، چې زیاتې پيسې او مادي مقام یې نه درلود، خو موږ ته يې د بې دریغه مینې او قربانۍ درس راکړ .

[ د هغوي د دې مینې او قربانۍ په نتیجه کې ] موږ داسې ځای ته د رسیدو چانس پیدا کړ، چې هغوي یې د ځان لپاره خیال هم نه وو کړی."


د ډيرو امریکايي رایه ورکونکو لپاره پردې پوهیدل مهم وي، چې د راتلونکي جمهور ریس کورنۍ څرنګه ژوند کوي؟ په خیریه پروګرامونو کې برخه اخلي که نه ؟ او میرمن یې د هغه په اړه څه نظر لري؟

یو شمېر امریکایان په دې باور دي، چې د جمهوري غوښتونکو کاندید مت رومني د وچ مزاج خاوند سړی دی.

د جمهوري ریاست لپاره د انتخاباتي مبارزې په څو میاشتو کې د هغه میرمن ان رومني هم د میشال اوباما څخه شاته نه وه پاتې .

دې هم په څو میاشتو کې په نه ستړي کیدونکي ډول هڅه وکړه چې امریکاييان پر دې قانع کړي چې د دې خاوند نرم زړه لري ، خیرات ورکوي، د سپورټ سره مینه لري او پينځه ریښتیني زامن یې لوي کړي دي.

دې په امریکا کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند لخوا د مت رومني د کاندیدۍ رسمي غونډې ته وویل:

"ما ۴۲ کاله مخکې لکه بله هره نجلۍ ، له خپلې کورنۍ او دوستانو لرې ، نوي ژوند پيل کړ . او تر اوسه له همدې هلک سره هغومره مینه لرم لکه د ښوونځي په کلونو کې چې مو درلوده . اوس دا دی پینځه زامن او اتلس نازولي لمسیان لرو."
XS
SM
MD
LG