سعودي عربستان تل له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړی، خو په تیرو څو کلونو کې دغې مرستې کمې وې، اوس دا هېواد غواړي چې دغه وضعیت ته تغیر ورکړي.
د تیلو دغه شتمن هېواد چې اکثریت اوسیدونکي یې سونیان دي، په افغانستان کې د خپل رول په پراخولو سره غواړي له دې هېواده د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د شیعه ایران د نفوذ مخه ونیسي.
د دغه رول د پراخیدو نخښه تیره میاشت هله څرګنده شوه، چې د افغانستان حکومت په کابل کې د سعودي عربستان په مرسته د یوه اسلامي مرکز د جوړولو اعلان وکړ.
دغه مرکز به چې میلیونونه ډالر پرې لګیږي، له ۲۰۰۱ کال راهیسې په دې هېواد کې تر ټولو لوی مرکز وي، چې جوړیږي.
د دغې پروژې لګښت چې دواړو هېوادونو تیره میاشت پرې په جده کې موافقه وکړه، د پنځه څلویښت او سلو میلیونو ډالرو ترمنځ اټکل شوی او کار به یې راتلونکې کال پیل شي.
دغه اسلامي مرکز د کابل په مرنجان غونډۍ کې په ۱۲۰ جریبه ځمکه کې جوړیږي. په دې مرکز کې به یو پوهنتون، روغتون، د سپورټ سالون او یو جومات چې په یوه وخت کې به په ۱۵ زره لمونځ کونکې په کې ځایږي، شامل دي.
کله، چې د دغه اسلامي مرکز کار بشپړ شي هغه به په په کابل کې د خاتم الانبیا د اسلامي مرکز سره چې د ایران په مرسته جوړ شوی، رقابت کوي.
د شیعه ګانو دغه مرکز، چې شاوخوا اولس میلیونه ډالره پرې لګیدلي، د یوه بانفوذه افغان دیني عالم له خوا چې په ایران کې یې مذهبي زده کړې کړي، په ۲۰۰۶ کال کې پرانستل شوی دی.
د ملګروملتونو او اروپایي اتحادیې پخوانی ډیپلومات او د افغانستان د کارپوهانو د شبکې مشر توماس راتیګ د سعودي عربستان دغه هڅې د هغه مخ په زیاتیدونکي رقابت یوه برخه بولي، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستانه د ناتو او امریکایي ځواکونو له وتلو سره پردې هیواد د نفوذ د پراخیدو لپاره پیل شوي دي.
د ریاض د دغو هڅو اصلي هدف روښانه دی او هغه دا چې د خپل رقیب ایران د مخ په زیاتیدونکي نفوذ مخه ونیسي، خو راتیګ وایي، ریاض دې ته په پام سره چې په دې برخه کې یې ځنډ کړی، خپل کارونه منظم کړي دي.
ایران بیا په تیره یوه لسیزه کې د افغانستان په چارو کې ښکیل پاتې شوی، چې حضور یې په دې هېواد کې ډیر محسوس دی.
ایران په افغانستان کې د سړکونو، بریښنا کوټونو او د اورګاډي د شبکې جوړولو د پروژو په ګډون پر بنسټیزو پروژو د میلیونو ډالرو په لګولو سره له افغانستان سره ژبنیو او فرهنګي اړیکو ته پراختیا ورکړې ده.
تهران دغه راز په افغانستان کې د خپلو رسنیوپه فعال حضور او مذهبي مدرسو سره په مالي ملاتړهم پردې هیواد خپل سیاسي اوفرهنګي نفوذ پراخ کړی دی.
دغو هڅو ته پام سره افغانستان، د سعودي عربستان چې د وهابي افراطي فرقې د پراخیدو هڅه کوي او د شیعه ایران د رقابت په میدان بدلیږي.
د راتیګ په وینا له دې سره په افغانستان کې د فرقه یي شخړو د زیاتیدو خطرهم په زیاتیدو دی:
"د سعودي عربستان او ایران ترمنځ اړیکې ډیرې ترینګلې دي. دواړه هېوادونه به فرقه یي اختلافاتو ته په پام سره چې ترمنځ یې موجود دي، پرافغانستان د نفوذ د پراخیدو لپاره سیالي کوي.
تر اوسه پورې په افغانستان کې د شیعه ایران رول نسبتا ثابت دی، خو دغه رول به کمزوری شي که دواړه لورې د اسې وانګیري چې له ۲۰۱۴ کال وروسته سیاسي خلا رامنځته کیږي او تر بل هر وخت زیات پر دې هېواد د نفوذ د پراخیدو لپاره جدي هڅی پرمخ یوسي."
په افغانستان کې د فرقه یي اختلافاتو په زیاتیدو سره به په مرکزي اسیا او چین کې هم چې دولتونه یې د مذهبي افراطییت له پراخیدو اندیښنه لري، هم د خطرزنګ ووهل شي.
سعودي عربستان پرافغانستان د نفوذ یو مهم لوبغاړی پاتی شوی، ریاض په ۱۹۸۰ لسیزه کې د پخواني شوروي د یرغل په وړاندې د مجاهدینو مهم مالي ملاتړی و چې په ۹۰ لسیزه کې یې هم له طالبانو سره دغه ملاتړته دوام ورکړ.
دغه هیواد دغه راز په وروستیو کلونوکې په افغانستان کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د پټو خبرو هڅې هم کړي دي. خو دغه ټولې هڅې ترډیره حده تل د پردې ترشاه وې او په افغانستان کې د سعودي عربستان حضور دومره زیات نه محسوسیده.
بریتانوی ژورنالست او سیاسي څیړونکی عادل درویش چې د منځني ختیځ د سیاسي چارو کارپوه دی، وایي، سعودي عربستان غواړي په افغانستان کې خپله ونډه زیاته کړي د هغه په وینا دا هیواد کولای شي د طالبانو مشران قانع کړي چې د سولې په خبرو کې برخه واخلي او هم پاکستان دې ته وهڅوي چې له سخت دریځو ډلو سره اړیکي وشلوي.
درویش وایي، که څه هم له طالبانو سره د ریاض اړیکې له ۲۰۰۱ کال وروسته چې د القاعده د پخواني مشر اوسامه بن لادن چې هغه مهال د سعودي عربستان تبعه و، له ورسپارلو ډډه کړې وه، خرابې شوې وې خو بیا هم پردوی پراخ نفوذ لري.
کابل او واشنګټن دواړو په افغانستان کې د سعودي عربستان د رول د پراخیدو ملاتړ کړی دی.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د روان کال په پیل کې په دې ټینګاروکړچې سعودي عربستان په دې هیواد کې مهم رول لوبولای، له طالبانو سره یې مخکې او هم اوس د خبرو زمینه برابره کړې ده.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما بیا ویلي چې په افغانستان کې د سعودي عربستان رول کولای شي په دې هیواد کې د ناتو د ماموریت له بریالیتوب سره مرسته وکړي.
د افغانستان د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسمعیل قاسمیار وایي، سعودي عربستان د سولې په خبروکې د صادقانه منځګړیتوب نښې ښکاره کړي او دوی هیله من دي چې د دې هیواد په همکارۍ د سولې هلې ځلې یوه مطلوبه نتیجه ورکړي.
خو یو شمېر افغان څیړونکي وایي، چې دې هېواد مخکې د طالبانو او د افغانستان د حکومت د استازیو ترمنځ په پټو خبرو کې فعال رول لوبولی خو د پام وړنتیجه یې نده ورکړې.
د افغان کارپوهانو په ډله کې چې د سعودی عربستان د سولې هڅو ته د شک په سترګه ګوري یو هم وحید مژده دی. دی وایي وروسته له هغې چې د طالبانو پخوانی استازی مولوي شبیراحمد په سعودي عربستان کې توقیف شو، یوزیات شمیرطالبانو داسې احساس کړې چې ریاض ورسره خیانت کړی دی.
احمد له خپلو څلورو زامنو سره یوځای په ۲۰۰۱ کال کې په ریاض کې زنداني شوی و. نوموړی په ۲۰۱۱ کال کې له زندانه ازاد شو.
مژده وایي، طالبان د سولې په خبرو کې سعودي عربستان د یوه منځګړي په توګه ځکه نه پیژني چې د دوی په وینا دې هیواد خپله بې طرفي نده ساتلې او د لویدیځو هیوادونو خوا یې نیولې ده.