د امريکا د جمهوري رياست په انتخاباتو کې د سياسي څيړونکو په باور د ميت رامني او بارک اوباما سيالي سره نژدې ده.
د دوشنبې په ورځ دواړو کانديدانو په هغو ايالتونو کې تيره کړه چې د دوي رايي پکې سره خورا نژدې ښکاري. داسې ښکارې چې د دې سيمو رايي به د ټولو انتخاباتو پر نتيجې ډير اغيز وکړي.
په امريکا کې يو شمير مهاجر په دې باور دي چې د بارک اوباما ګوند د دوي لپاره ښه دي، په امريکا کې د سياسي چارو څيړونکي جهانګير خټک په دې اړه وايي:
« د ديموکراتيک ګوند په اړه عامه راييه دا ده چې دا د کډوالو ګوند دي دا د هغو خلکو ګوند دي چې له بهره چې کوم خلک راغلي دي هغوي دغه ګوند ته ځان ډير نژدې ګڼي او د يموکرات ګوند ته تل مسلمانانو رايي ورکړې دي»
له رپوټونو سره سم ځيني افغانان بيا په امريکا کې ميت رامني ته رايي ورکوي او د سياسي چارو يو شمير افغانان داسې باور کوي چې د رامني انتخابيدل د افغانستان په ګټه دي. د سياسي چارو څيړونکي عبدالکريم حقانيار وايي:
« که تير ته ځير شو، ښاغلي اوباما د افغانستان له وضعيته راضي نه و او کله ناکله يې د افغانستان پر ولسمشر نيوکې هم کولې، نو که چيرته اوباما انتخابات وګټي، زه فکر نه کوم چې دا دې د افغانستان د وضعې هغومره په ګټه وي لکه د رامني ګټل چې ګټه کوي، که څوک د سياسي وضعې او سيمې په اړه فکر کوي، رامني د بوش پخواني ملګري او د هغه هم فکره دي، دي غواړي چې له القاعده او د هغې له ملګرو سره په سيمه کې په تيره بيا په افغانستان او پاکستان کې مبارزه وکړي، نو زه فکر کوم، په څومره اساني چې اوباما غواړي له افغانستانه پښې سپکې کړي، داسې ژر به دا کار ونه کړي»
د جمهوري غوښتونکي ګوند کانديد ميت رامني د دوشنبې په ورځ لومړي د فلوريدا ايالت ته ورغي چې د نظرپوښتنې له مخې په دې ايالت کې دي لږ څه تر اوباما وړاندې دي او له هغه وروسته ويرجينيا، اوهايو او نيوهمپشاير ته ولاړ.
د ديموکرات ګوند کانديد بارک اوباما بيا ويسکنسين، ايوا او اوهايو ته ورغي. داسې ويل کيږي چې د اوهايو رايي به د انتخاباتو پر نتيجو ډير تاثير وکړي. په دغو نهو ايالتونو کې د نظر سنجيو له مخې بارک اوباما لږ وړاندې ښکارې، خو په اوهايو کې سيالي ډيره نژدې معلوميږي.
د متحد ايالتونو ختيځې سيمې چې په وروستيو کې سمندري توپان ځپلي دي، د رايي ورکولو بهير ته خنډ پيدا کړي دي، خو حکومت د انتخاباتو لپاره د دغو سيمو خلکو ته يو لړ امتيازات ورکړي دي، جهانګير خټک وايي:
« په دې کې څه شک نه شته چې انتخاباتي هلې ځلې به په هغو سيمو کې چې توپان راغلي و، اغيز وکړي، لکه په نيويارک او نيوجرسي سمندرغاړو کې، هلته ګاز نه شته، بريښنا نه شته او په نيوجرسي کې خو حکومت اعلان کړي دي چې خلک کولي شي، چې د فکس له لارې هم راييه ورکړي، د پوسټ له لارې يې هم کولي شي او دا ضروري نه ده چې د رايي ورکولو مرکز ته ورشي»
رپوټونه څرګندوي چې رامني به نن هم د رايي ورکولو پر مهال په اوهايو او پنسيلوانيا کې په خپله ګټه تبليغات وکړي او سي اين اين تلويزيون رپوټ ورکړ چې د بارک اوباما د ګوند غړي به هم خپلو هڅو ته نن هم دوام ورکړي، څو خلک خپل ګوند ته جذب کړي.