نن د امریکا د جمهوري ریاست لپاره د انتخاباتي مبارزې ووستۍ ورځ ده. سبا ته د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کیږي.
په ټاکنو کې د ډيموکراټ ګوند له لوري جمهور رییس بارک اوباما د یوې بلې څلور کلنې دورې لپاره کاندید دی.
په مقابل کې یې د جمهوري غوښتونکو له خوا مېټ رومني ولاړ دی.
رپوټونه وايي چې د امریکا دیموکرات ولسمشر بارک اوباما او د هغه جمهوري غوښونکی رقیب په ډيره نږدې سیالۍ کې روان دي.
وروستۍ نظر پوښتنې څرګندوي، چې په هغو ایالتونو کې چې دا نده څرګنده چې ځانګړې رایې د کوم کاندید په ګټه دي (Swing States) ، ولسمشر اوباما تر مېټ رومني یو څه مخکې دی.
د امریکا په ټاکنو کې د ګټونکي پریکړه د زیاتو عمومي راییو پر اساس نه کیږي.
د امریکا هر ایالت د ځانګړو راییو (Electoral Votes) برخه لري.
د دې ځانګړو راییو شمیر د هر ایالت د وګړو د شمیر په تناسب ټاکل کیږي او د امریکا په کانګرس کې د هغه ایالت د استازو د شمیرې سره برابر وي.
د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې به هغه کاندید ګټونکی بلل کیږي؛ چې ۲۷۰ ځانګړې رایې یوسي.
زیات څارونکي وايي، چې د اوهایو ایالت ۱۸ ځانګړې رایې لري او ښايي د کاندیدانو د برخلیک په ټاکلو کې مهم رول ولوبوي.
دواړو کاندیدانو پرون په (مډویست) کې انتخاباتي کمپاین وچلاوه.
د جمهوري غوښتونکو کاندید مېټ رامني رایې ورکونکو ته وویل؛ چې ښاغلي اوباما د جمهوري رياست په لومړۍ دوره کې کمې لاسته راوړنې درلودې او د بلې دورې لایق نه دی.
"زه له دوى څخه غواړم چې ټولې خبرې، تبليغات او لفظي بريدونه يوې خوا ته پرېږدي او خپلې سابقې ته دې وګوري. ځکه خبرې اسانه دي خو سابقه رښتيا ده او په رښتينو هڅو رامنځ ته کېږي.
بدلون يوازې په الفاظو او ويناوو نه اندازه کېږي، بدلون د لاسته راوړنو له مخې اندازه کېږي. نو راځئ دا سابقه وګورو."
په عین وخت کې ډیموکراټ جمهور رییس اوباما رایې ورکونکو ته وويل:
"تاسې پوهېږئ، چې زه چیرته ولاړ یم او زما عقاید درته څرګند دی. تاسې پوهېږئ زه رښتيا وايم. تاسې پوهیږئ چې تر هغو چې زه دا امېټباز لرم او ستاسې ولسمشر یم ، هره ورځ به ستاسوی او ستاسو د کورنیو لپاره هغومره چې زما په توان کې وي په شدت مبارزه کوم.
نو کله چې له ځانه وپوښتئ چې څوک زما لپاره مبارزه کوي او رښتينى بدلون راته راولي؟ تاسې پوهیږی چې زه پوهیږم چې رښتينى بدلون څه دی ځکه ما ستاسو سره يوځاى د دې بدلون لپاره مبارزه کړې ده. زما د سر سپین شوی ویښتان د دې ثبوت دی."
امریکايي ادارې داسې اټکل کوي، چې سږکال به د دې هیواد د جمهوري رياست پر انتخاباتو ٢ اعشاريه شپږ مليارده ډالره مصرف شي.