د ملي امنيت عمومي رياست وايي، په امريکا کې يې د خپلو دوو کارکوونکو د ”لادرکه” کېدو د قضيې د څېړنې لپاره يو هيئت ټاکلى دى.
راپورونه وايي، د افغانستان د ملي امنيت دوه کارکوونکي د امريکا په پلازمېنه واشنګټن کې افغانستان ته د ستنېدو پر مهال لادرکه شوي دي. دا لا څرګنده نه ده، چې دغو کسانو د پناه غوښتنه کړې او ولې يې له خپلې ادارې سره ارتباط پرې شوى دى.
امريکايي رسنۍ وايي، دا دوه کسان د ملي امنيت عالي رتبه چارواکي دي.
صالح محمد صالح د ملي امنيت د عمومي رياست د وياند له مرستيال شفيق اله طاهري څخه د مرکې په سر کې پوښتنه کړې، چې د دغو کسانو د موندلو لپاره د دوى هڅو څه نتيجه ورکړې ده؟