د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۷

د امریکا د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ توپیر!؟


د امریکا د جمهوري ریاست انتخاباتو ته درې ورځې پاتې دي.

ټاکل شوې چې د نومبر په شپږمه (راتلونکې سه شنبه) په شرایطو برابر امریکاییان د راییو مرکزونو ته ولاړ شي او د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړي.

د جمهوري ریاست لپاره دواړه کاندیدان، بارک اوباما او مټ رومني د بیلا بیلو کورنیو مسایلو، بهرنۍ پالیسي او نړیوالو مسالو په اړه خپلې تګ لارې اعلان کړې دي.

د اسوشیېټد پرس اژآنس پر ځیني عمده مسایلو د دواړو کاندیدانو تر منځ توپیر ته کتنه کړې.

جمهور رییس اوباما د خپل حکومت په تیرو څلورو کلونو کې له تروریزم سره په مبارزه کې، د پخواني جمهور رییس جورج بوش د پالیسۍ ځینې مهمې برخې تعقیب کړې.

د بیلګې په ډول، سره له دې چې د ګوانتنامو د زندان د تړلو ژمنه یې کړې وه، خو دا زندان لا هم ندی تړل شوی.

په پاکستان کې د القاعده د ترورییستي شبکې د مشر اسامه بن لادن وژل کیدل، په نړیوالو مسایلو کې د جمهور رییس اوباما د حکومت له عمده لاس ته راوړنو ګڼل کیږي.

ولسمشر اوباما ژمنه کړې وه، چې په توقیف ځایونو کې به د بندیانو څخه د تحقیق پر وخت، د شکنجې د شدیدو تخنیکونو څخه کار نه اخیستل کیږي.

دا خبره هم د پخواني جمهور رییس جورج ډبلیو بوش د حکومت په وروستیو کلونو کې شوې وه.

جمهور رییس بارک اوباما په پاکستان او یمن کې، د مشکوکو ترورییستانو د وژلو لپاره د بې پیلوټه الوتکو حملې زیاتې کړې دي.

خو د جمهور رییس اوباما په وړاندې، د جمهوري غوښتونکو کاندید مت رومني، مشکوکو بهرنیو ترورییستانو ته د هر ډول قانوني حقونو د ورکولو مخالفت کوي.

په دوه زره اوه میلادي کال کې یې هغه لایحه هم تایید نه کړه، چې په توقیف ځایونو کې یې د مشکوکو ترورییستانو څخه د تحقیق لپاره د اوبو په وسیله د شکنجې یا (Water-boarding) د بندیدو غوښتنه کوله.

د مت رومني د انتخاباتي مبارزې مسولینو تیرکال تایید کړه، چې د هغه په باور د ابو په وسیله د مشکوکو ترورییستانو څخه اقرار اخیستلو ته شکنجه نه شي ویل کیدلای.

د جګړې په برخه کې د جمهور رییس بارک اوباما په تیره څلور کلنه دوره کې یو عمده کار د عراق څخه وتل وو.

ولسمشر په لومړیو کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمیر زیات کړ او بیا یې په تدریجي ډول د هغوي د بیرته ایستلو پلان جوړ کړ، تر څو ټول ځواکونه د ۲۰۱۴ کال ترپایه ستانه کړي.

جمهور رییس بارک اوباما په لیبیا کې د پخواني رهبر معمر قذافي په ضد د خلکو د پاڅون د ملاتړ لپاره د ناټو تر قومانده لاندې د امریکايي الوتکو د عملیاتو اجازه ورکړه.

دی همدا راز د کانګرس له جمهوري غوښتونکو سره د ژمنې له مخې د سمندري ځواکونو او پوځ د چوکاټ د محدودولو پلان لري.

خو کاندید مت رومني د کانګرس د جمهوري غوښتونکو پدې غوښتنه سخت انتقاد کوي، چې له مخې به یې راتلونکی کال د امریکا د دفاع وزارت په بودجه کې زیات کموالی راشي.

مت رومني سره له دې چې د امریکا د دفاع وزارت د بودجې د زیاتوالي ملاتړ کوي، خو د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستانه د وتلو په برخه کې د جمهور رییس اوباما سره موافق دی.

مت رومني ویلي چې د ۲۰۱۶ کال تر پایه به د وسله والو ځواکونو د لا پياوړتیا، د عسکرو او د جنګي بیړیو د شمیر د زیاتولو لپاره تقریبا سل ملیارد ډالر د امریکا د دفاع د وزارت بودجې ته ور زیات کړي.

د بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې د دواړو کاندیدانو لپاره یوه عمده مسله د ایران اټمي پروګرام دی.

جمهور رییس بارک اوباما په لنډ وخت کې د ایران په ضد د پوځي اقدام مخالفت کوي.

خو ټینګار یې کړی چې که دا یوازینۍ لاره وي چې د اتمي وسلې د درلودلو څخه د ایران مخنیوي وکړي، نو غور ورباندې کیدلای شي.

جمهور رییس اوباما د سوریې په مسله کې د لیبیا په څير د هوايي حملې مخالفت کړی او د بشار الاسد د رژیم په ضد یې د زیات نړیوال فشار غږ کړی دی.

جمهور رییس اوباما پر اسراییل د دې لپاره هم انتقاد کوي چې د یهودي میشتځایونو جوړلو ته یې دوام وکړی.

دی په ۱۹۶۷ کال کې د عرب او اسراییل تر جګړې وروسته د شوې موافقې له مخې د اسراییل او فلسطین ترمنځ د پولو د ټاکل کیدو او د دوو بیلو دولتونو د رامنځ ته کیدو پلوي کوي.

خو ایران ته د امریکا پوځي تهدید د مت رومني په خبرو کې تر دې واضح دي.

د جمهوري غوښتونکو کاندید مت رومني پدې اړه چې اسراییل حق لري چې د ایران د اتمي تاسیساتو په ضد اقدام وکړي خوشبیني څخه ډک نظر څرګند کړی دی.

البته مت رومني هم په واضح ډول د داسې اقدام څخه ملاتړ ندی اعلان کړی.

د هم ویلي چې د ایران پر ضد د امریکا پوځي اقدام به وروستی انتخاب وي.

یوه بله عمده مسله امریکا ته د غیر قانوني مهاجرینو ورتګ، کار او د هغوي د برخلیک څرنګوالی دی.

جمهور رییس اوباما سږکال په دوبي کې اعلان وکړ، هر ماشوم چې په غیر قانوني ډول امریکا ته راوستل کیږي، باید بیرته ونه ایستل شي.

اوباما د جولاي په میاشت کې وویل چې امریکا ته په غیر قانوني ډول ور وستل شوي ماشومان، د اړتیا په وخت کې د کار اجازه تر لاسه کولای شي.

مخالف کاندید مت رومني د غیرقانوني مهاجرینو لپاره تعلیمي امتیازات ردوي او د امریکا او مکسیکو ترمنځ په پوله د موانعو د رامنځ ته کیدو ملاتړ کوي.

د امریکا اقتصاد، د وسلو ساتلو قانون، د همجنس بازانو لپاره ازادي، روغتیايي خدمات، چاپيریال ساتنه او داسې نور عمده مسایل به د جمهور رییس اوباما او مت رومني د انتخاباتي مبارزې په ترځ کې د راییو ورکونکو دریځ ټاکي.
XS
SM
MD
LG