د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۷

د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د عبدالباري جهاني په یاد غونډه


د چهارشنبې په ورځ د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې يار ښوونيز مرکز د هېواد نامتو شاعرعبدالباري جهاني په وياړ يوه غونډه جوړه کړې وه، چې په ننګرهار د ميشتو فرهنګيانو سربيره په کې د کابل، کندهار او لغمان ولايتونو څخه راغلو فرهګنيانو هم ګډون کړی و.

په یاده غونډه کې ګڼو لیکوالانو د عبدالباري جهاني په ديرش کلنو ادبي او ژورناليستيکو هڅو رڼا واچوله.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ريس اورنګ صميم په کامۍ ولسوالۍ کې د عبدالباري جهاني نمانځل د ټول ننګرهار لپاره ویاړ وبلل:

"د زمانې په داسې حالت کې، چې زموږ هېواد د امنيتي ګواښ سره مخ دی او موږ په دې حالاتو کې په یوې ولسوالۍ کې د جهاني صیب په ویاړ یوه غونډه جوړوو دا د خوښی ځای دی."

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي استاد لال پاچا ازمون په اوسنيو شرايطو کې دغه ډول ویاړ غونډې اړینې وبللې او په خبره يې همدا غونډې دي، چې د هېواد کلتور يې ژوندی ساتلی دی:

"په دې وروستیو کې زموږ د ادب او کلتور پر وړاندې ډير ګواښونه متوجه دي، خو همدا غونډې دي، چې زموږ کلتور او ادب يې ترې ساتلی دی."

له کندهاره راغلي ليکوال محمد يار يار وويل، چې راډيوي ژورناليزم ښاغلي جهاني ته دا موقع په لاس ورکړې وه، چې خپل فکر د شعر په ژبه خپل ولس ته ورسوي له همدې امله يې د ولس په زړونو کې ځای نيولی دی:

"جهاني صیب ټولو ته معلومه ده، چې پيژندل شوی شاعر دی، چې د ټولو په زړونو کې ځای لري او ده راډيويي ژورنالیزم ده ته دا زمینه برابره کړې ده، چې دی خپل شعر او خیال د هېواد ګوټ ګوټ ته ورسوي."

د يار ښوونيز مرکز مسول ډاکټر نجيب وايي، چې د مرکز په موخو کې يې يوه دا هم ده، چې خپل شخصيتونه په ژوندوني ولمانځي:

"د ځوانانو لپاره دا تعليمي مرکز، چې موږ يي موخې تشریح کړې یو اړخ دا هم دی، چې داسې ژوندي شخصیتونه ونمانځو."

د غونډې په وروستی برخه کې خوږ ژبي شاعر او ترنم ویوونکي نقیب احمد اتل د ښاغلي جهاني صیب یو څو شعرونه د ترنم په ژبه ولوستل.

عبدالباري جهاني د هیواد یو تکړه او خوږ ژبې شاعر، ادیب، لیکوال، ویاند، ژباړونکې او ژورنالیست دی.

دی د مرحوم حاجي عبدالاحمدخان زوی دی، چې په(۱۳۲۷ ) لمریز کال کې د کندهار په ښار کې زیږیدلې دی.

لومړنۍ زده کړې یې د کندهار په ښار کې د میرویس نیکه په لیسه کې سرته رسولې دي او بیا په۱۹۷۲کال کې د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو له پوهنځې څخه فارغ شوې دی.

عبدالباري جهاني شاوخوا ديرش کاله د امريکا غږ اشنا راډيو سره خبريال و، چې د راډيوي ژورناليزم له لارې له خپل ولس سره نيږدې پاتې شوی.

راپور: شاه محمود شینواری، جلال اباد
XS
SM
MD
LG