انټرنشنل هیرالډ تربیون ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې: په افغانستان کې وړۍ څوکۍ مه هیروۍ – تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یي راغلي:
لویدیځو هېوادونو په افغانستان کې د جنسي مساوات په پروګرامونو په میلیاردونو ډالر لګولې، خو په ټولنه کې د ښځو د داخلیدو هلې ځلې سمې پر مخ نه ځي.
ورځپاڼه زیاتوي، د افغانستان په لیري پرتو سېمو کې د ښځو د کار کولو لپاره یوه دوستانه فضا تر اوسه نه ده رامنځ ته شوي.
د مقالې لیکواله، چې په افغانستان کې یي د پولیسو له یوه سیمه یېز تعلیمي مرکز څخه کتنه کړې، د سترګو لیدلی حال بیانوي او لیکي: په دې مرکز کې د لټون یا تالاشۍ لپاره یوازي یوه میرمن شته او هغه هم کله ناروغه وي او کله کار ته نه راځي.
په داسې یوه حالت کې له ښارونو څخه بهر سیمو کې چې خلک یي په عنعناتو زیات ټینګ دي، ښځې نه غواړي د نارینه و له خوا ولټولې شي او له همدې امله په دې کمپ کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي.
بله ستونزه دا ده، چې په دغه تعلیمي کمپ یا مرکز کې د ښځو لپاره کوم مناسب تشناب هم نشته او د ډوډۍ خوړولو پر مهال ښځې نه غواړي چې له نارینه وو سره یو ځای د ډوډۍ خوړلو په صالون کې کیني.
ورځپاڼه وړاندي لیکي: په ډېرو مواردو کې وړو مسلو ته پام نه کول د دې سبب کیږي، چې سترو هدفونو ته د رسیدو مخه ونیوله شي.
که چیری لویدیځ وغواړي افغان میرمني د هېواد په ټولو چارو کې برخه واخلي او حقونه یي په ریښتیني ډول تامین شي، غوره به وي چې کار له ټيټ ځای څخه پیل کړي او دغه راز په نړېوالو ټیمونو کې زیات شمېر ښځې داخلې کړي.
دا کار له دوو اړخونو زیاته ګټه لري: لومړی دا چې افغان میرمنې کولای شي په اسانۍ سره له بهرنیو ښځو سره اړیکې ټنیګ کړې او له بله پلوه کله چې دوي بهرنۍ ښځې ویني، چې اوږه په اوږه له نارینه و سره کار کوي، دا ذهنیت ورسره پیدا کیږي، چې دوي به هم یوه ورځ د خپل هېواد په ټولو چارو کې پوره ونډه اخلي.
فارین پالیسي خپرونې : د پاکستان نوي تګ لاره په افغانستان کې سولې ته لار هوارولاي شي – تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کي یي لیکي:
پاکستان تر وروستي سرحده د یوې خاصې ډلې یعني طالبانو ملاتړ کاوه او له دې امله په افغانستان کې نورو ډلو له اسلام اباد څخه ځانونه لیرې ساتل.
ورځپاڼه زیاتوي، نن سبا داسې خبرونه هم خپریږي، چې پاکستان په افغانستان کې له بېلابېلو ډلو او هغو کسانو سره تماسونه ټینګ کړې، چې په تېر وخت کې یي له طالبانو سره جګړې کړې دي.
دې عمل په افغانستان کې د مخالفو ډلو د پخلاینې لپاره نوې هیلې پیدا کړي دي.