د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۶

د ملي شورا زیاتره غړي په شخصي کارونو لګیا دي


د مشرانو جرګې غړي شکایت کوي، چې د سناتورانو د غیر حاضرۍ په صورت کې دوی هیڅ مصوبه نه شي تصویبولی او د مهمو پریکړو قانوني اجازه هم نه لري.

سناتوران وایي، چې اکثره همکاران یې په شخصي کارونو لګیا دي او د خپلو موکلینو او شورا کارونو ته لازم پام نه کوی.

دوه تنه سناتوران معاون احمد او نجیبه حسیني په دې اړه وایي:

(۱ زه په شدت سره انتقاد کوم، ځکه د ملت په وړاندې زمونږ مسولیتونه ډیر دي خو مونږ په خپلو کارونو لګیا یو.

موږ د شرکت په کارونو اخته یو، هیڅ داسې کار مو ندی کړی چې د دې ملت درد دوا کړي.

۲ مونږ وایو چې ښونځي ولې رخصت دي؟ هغوی هم له خپلو لویانو زده کړي دي، مونږ وینو چې د ملي شورا د دواړو جرګو اکثره غړي حاضر نه دي، کله چې د لویانو دا حال وي، نو ماشومان هم دا کار کوي.)

سناتورانو دغه څرګندونې د مشرانو جرګې د سه شنبې ورځې په عمومي غونډه کې وکړې او په دې غونډه کې د مشرانو جرګې د ۱۰۲ سناتورانو له ډلې څخه څه باندې شل تنه حاضر وو.

د ولسي جرګې غړي هم له ورته ستونزې سره مخ دي او ځینو وکیلانو ازادي راډیو ته ویلي چې له شااوخوا لسو ورځو را په دې خوا یې په عمومي غونډو کې نصاب نه پوره کیږي.

د ولسي جرګې یوه غړي ویلي وو چې څه باندې سل تنه وکیلان د حج د ادا کولو لپاره بیت الله شریف ته تللی او په دې ډله کې اکثره هغه کسان دي چې پخوا یې هم حجونه کړی دی.

خو د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار وایي چې د ملي شورا اکثره غړي په شخصي کارونو بوخت دي او د بیلابیلو بهانو له مخې شورا ته نه حاضریږي:

(زمونږ د عمومي مجلس او کمیسیونونو غونډې په نورمال حالت روانې دي، سناتوران باید تشریف راوړي.

متاسفانه د ملي شورا د دواړو مجلسونو غړي په دې بهانه چې مونږ له خلکو سره ګورو خپل زیات وخت په ولایتونو کې تیروي، دا خو زمونږ خپله ستونزه ده.

زه څه پوهیږم چې په دې ورځ زمونږ نصاب نه پوره کیږي، دا هغه وخت معلومیږي چې مونږ دوه پنځوس کسان په تالار کې پوره نه کړو.

زموږ خو څلرویشت تنه حج ته تللي، نور خو په افغانستان کې دي، دوی په خپلو کارونو لګیا دي او غونډې ته نه راځي.)

د ملی شورا دواړه جرګې د اوړي او ژمې پر مهال یوه نیمه یوه نیمه میاشت رخصتي لري چې د قانون له مخې باید هماغه وخت له خپلو موکلینو سره وګوري.

خو داسې وکیلان او سناتوران هم شته چې په ورځو ورځو په شورا کې نه لیدل کیږي او څوکۍ یې خالي پاتې وي.

راپور: اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG