د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۳۹

د کابل مرکز د ساحوي قومندانۍ مسوولیت بیا ترکیې ته وسپارل شو


ترکي جنرال ته د ایساف د مرکزي ساحوي قوماندانۍ د مسوولیت له بیا سپارلو سره تمه کیږي، چې سلګونه ترکي سرتیري په دې قومندانۍ کې خپلې دندې ته دوام ورکړي.

د دې قومندانۍ نوي قومندان جنرال علي رضا کوغو وویل، چې د خپل ماموریت په ترڅ کې به له خپل افغان ملګرو څخه ملاتړ وکړي ترڅو هغوی په پایتخت کابل کې د لا امنیت د ټینګښت،د قانون د حاکمیت او د خلکو د هوساینې لپاره ډیر کارونه ترسره کړي.

هغه چې د دوشنبې په ورځ یې د مرکز یعنی کابل د ساحوي قومندانۍ مسوولیت رسمآ ترلاسه کړ په دې اړه وویل:

"د کابل له پولیسو،د ملی امنیت له کارکوونکو او د کابل د ۱۱۱ فرقې سره په نږدې همآهنګۍ او همکارۍ ډیرې هڅې وکړو ترڅو د کابل امنیت لا ښه شي.

له شک پرته آیساف او د نړیوالو ځواکونو ګډه قومنداني به په دې برخه کې له مونږ سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي".


ترکي جنرال علي رضا د دوشنبې په ورځ د مرکز کابل د ساحوي قومندانۍ مسوولیت په رسمي ډول ترلاسه کړ، ترده دمخه دا مسوولیت د لویت ګوزکیا په نوم یو بل ترکي جنرال د یوه کال لپاره پرغاړه درلود.

له ۲۰۰۹ میلادي کال راهیسې په کابل کې دا مسوولیت ترکیې ته ور سپارل شوی دی.

په دې اړه په جوړو شوو مراسمو کې له یو شمیر افغان امنیتی چارواکو سره بیره په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان آلن او د آیساف د ګډې قومندانۍ قومندان جنرال جیمس تیري هم ګډون کړی وو.

جنرال تیري څرګنده کړه چې اوس هم په دې هیواد کې ډیر خنډونه او ستونزې شته چې د هوارولو لپاره یې ډیرو هلو ځلو ته اړتیا شته.

هغه وویل، له ۲۰۱۴ میلادي کال نه وروسته د دې ځواکونو د ماموریت د بڼې له بدلیدو سره سره به نړیواله ټولنه له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي:

"لا هم ډیرې ستونزې شته او باید چې ډیر کار وشي،خو ډیر کارونه د افغان حکومت او افغان امنیتی ځواکونو لخوا ترسره کیږي.

په دوو کلونو یا له هغې نه هم په کمه موده کې به افغان امنیتي ځواکونه د دې هیواد د ټولو برخو امنیتي مسوولیتونه ترلاسه کړي او آیساف به په ویاړ سره ستاسو ترڅنګ ولاړ وي او له دې ځواکونو څخه د ملاتړ رول به ولري".


که څه هم له څو کلونو راهیسې د کابل امنیتی چارې افغان ځواکونه پرغاړه لري خو په افغانستان کې ترکي ځواکونه وایی چې د افغان سرتیرو روزنه او د هغوی د پیاوړتیا لپاره د مرستو برابرول د مرکز په ساحوي قومندانۍ کې د دوی له مهمو دندو څخه دي.

ترکیه په افغانستان کې نږدې دوه زره سرتیري لري چې یوشمیر یې د ولایتي بیارغونې په د ټیم په چوکاټ کې په میدان وردک ولایت کې فعالیت لري.

د آیساف چارواکو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د مرکز د ساحوي قومندانۍ ترپوښښ لاندې سیمو کې د وسله والو مخالفانو په حملو کې په سلو کې څلور ویشت کموالی راغلی دی.
XS
SM
MD
LG