د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۰

"چې د مرګ یا شهادت يي ۵۰ کاله نه وي تیر شوي، سرکونه يي په نوم نشي یادیدلی"


د هرات ولایت مقامات وايي، د هغو کسانو چې له مرګ څخه يې پنځوس کاله تیر شوي نه وي د دې ولایت د سرکونو نومول، هیڅ ډول حقوقي اعتبار نه لري.

دا مهال په هرات ښار کې د نورو تر څنګ دوه سرکونه د احمد شاه مسعود او د اوبو او انرژۍ د وزیر محمد اسمعیل د وژل شوي ځوی میرویس صادق په نامه یادیږي.

که څه هم څو کاله کیږي، چې په هرات کې یو شمېر لارې د ځینو افرادو په نامه یادې شوي خو د هرات والي دا د لارو او واټونو د نوم ایښودونکي اوسني کمیسیون د اصولو او قانون خلاف ګڼي.

داوود شاه صبا وايي:

(د هغو کسانو په نومونو سرکونه نشي یادیدلی، چې له مرګ یا شهادت څخه يې پنځوس کاله تیر شوي نه وي.

که څوک دا هڅه وکړي، نو حقوقي اعتبار نه لري او د قانون خلاف عمل ګڼل کیږي.

د سرکونو د نومولو کمیسیون به سرکونو ته د نوم ورکولو پروسه بشپړه کړي او د تصویب لپاره به يې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته واستوي.)


بل خوا بیا د هرات ښاروال محمد سلیم ترکي وايي، داسې کومه موضوع چې په کې لا دمخه د نومول شوو سرکونو د نومونو د بدلون یادونه شوي وي، له دوي سره نه ده مطرح شوې.

نوموړي ویلي، تر اوسه پورې داسې کومه پریکړه نه ده شوې، چې له وړاندې څخه د ځینو اشخاصو په نامه د نومول شوو سرکونو نومونه دې بدل شي.

نوموړي د هرات د والي څرګندولي د هغه شخصي نظر وباله او ويي ویل، چې تر اوسه پورې د سرکونو د نوم ایښدونکي کمیسون له خوا په دې اړه کوم اقدام نه دی شوی.

په عین حال کې د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد احسان سروریار هم وايي، چې په دې وروستیو کې د یو شمېر کسانو په نامه د نومول شوو سرکونو نومونه به بدل نشي.

هرات ښار شاوخوا ۲۱۷ سرکونه لري چې په دې وروستیو څو کلونو کې يې څه د پاسه ۹۰ سرکونه او واټونه د ځینو اشخاصو په نامه یاد شوي دي.
XS
SM
MD
LG