د امریکا متحده ایالات له وخت نه مخکې د توفان له خطر سره مخامخ دې او د رسنیو په رپورټونو کې دغه توفان د اکتوبر د میاشتې حیرانوونکې توفان بلل شوې دې.
اوس مهال دغه توفان، چې په ساعت کې د یو سل او شلو کیلو میټرو په واټن مزل کوي او د امریکا ختیځو سواحلو په لور روان دې، د کاربین د حوزې په هېوادونو کې یی شپږ شپیته کسان وژلي دي.
د امریکا په نیو جرسي او نورو زیان منوونکو سیمو کې نن اکثره دولتي دفترونه، ښوونځي، بازارونه، ښاري ټرانسپورټ او ان هوایی ډګرونه تړل شوي دي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما تیره شپه دغه توفان یو خطر وباله او ویویل، چې دوی ټول د هغې په اړه اندیښنه لري:
"په څرګند ډول، چې د هیواد په کچه مونږ ټول ددې توفان د لګیدو د قوت په اړه اندیښنه لرو.
دا یو جدي او ستر توفان دې او په ختیځو سواحلو او د اتلانیتک په منځنۍ سیمه کې خلکو ته زما لومړنې پیغام دا دې، چې دا توفان دې جدي ونیسي او د چارواکو ټولې سپارښتنې دې تعقیب کړي.
ځکه دوی به تاسو ته په راتلونکو ورځو کې د دې توفان په وړاندې د تیاري لپاره ښې مشورې در کړي."
له بل لوري ویل کیږي، چې دغه توفان د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو لپاره د بارک اوباما او مټ رومني انتخاباتي کمپاینونه هم له ستونزو سره مخامخ کړي.
ټاکل شوې، چې د امریکا د جمهوري ریاست دا انتخابات د راتلونکې سه شنبې په ورځ ترسره شي او په روانه اونۍ کې به د دواړو کاندیدانو هڅې روانې وي، خو دغه توفان دوی له ستونزو سره مخامخ کړي.
د امریکا په سنا مجلس کې د ویرجینیا ایالت استازې او د بارک اوباما پلوي مارک وارنر د فاکس نیوز ټلویزیون ته ویلي، چې دا توفان به خرابۍ رامنځ ته کړي.
د جمهوري ریاست د انتخاباتو په درشل کې د امریکا د ختیځو ایالتونو خلک اړ شوي، چې خپلې سیمې پریږدي، سیلابونه او د برښنا د بهیر بندیدل د خلکو ستونزې لا زیاتې کړي.
په نیویارک او نورو ښارونو کې نن ښاري ټرانسپورټ نه وو او ښوونځي تړل شوي دي او ان ویل کیږي، چې نن به د نیویارک د اسهامو بازار هم تړلې وي.
د امریکا متحده ایالات تل د سختو او تباه کوونکو توفانونو شاهد پاتې شوې دې او په ۲۰۰۵ میلادي کال کې د کترینا په نامه تباه کوونکي توفان د امریکا نیو اورلیانز او لوییزیانا په سخته ځپلې وو.
دغه توفان، چې په ساعت کې یی اته سووه شپیته کیلومیټره واټن وهلو له یو زر او اتو سوو نه زیات کسان ووژل، خو چارواکي وایی، چې سندي توفان په هیڅ صورت له کترینا سره د پرتله کولو وړ ندې او نه به هم د هغې په څیر تباهۍ رامنځ ته کړي.