د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

د ميانمار په توکميز او مذهبي تشدد کې تر سلو زيات کسان وژل شوي


د تاوتريخوالي يو قرباني، د روغتون په کټ کې
د تاوتريخوالي يو قرباني، د روغتون په کټ کې
په میانمار (پخوانۍ برما) کې د توکمیز او مذهبي تشدد په پرله پسې څو ورځو کې تر سلو تنو زیات وژل شوي دي.

د میانمار په لویدیز کې د (راکین) ولایت ویاند ویلي چې د (راکین) بوداییانو او (روهینګیا) مسلمانانو ترمنځ په نښتو کې د مړیو شمیر پر ۱۲۰ تنو اوړي.

تر ۲۰۰۰ زیات کورونه سوځول شوي دي.

د توکمیزو او مذهبي شخړو دا لړۍ د یک شنبې په ورځ تر هغه وروسته پيل شوه چې د سیمې بوداییانو د خوراکي موادو او مرستو د کموالي په خاطر اعتراضي مظاهره وکړه .

د جون په میاشت کې هم په دله ایزو شخړو کې ګڼ شمیر کسان مړه او زرهاوو تنه بې کوره شول.

په میانمار کې د وروستي تشدد په خاطر ، د دې هیواد اسلامپالو ډلو د اختر دلمانځنې مراسم هم لغوه کړي دي.
XS
SM
MD
LG