د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۰

کابل: پاکستان دې طالب مشرانو ته پاسپورټونه ورکړي


د افغانستان حکومت له پاکستانه وغوښتل، چې د یو شمېر طالبانو مشرانو ته دې پاسپورټونه ورکړي، څو دوی بهر ولاړ شي او د سولې په خبرو کې برخه واخلي.

د افغان حکومت په باور د طالبانو زیاتره مشران او هغه قوماندانان چې په افغانستان کې جګړه کوي په پاکستان کې اوسي، نو له افغانستان سره اړیکي نه لري، چې پاسپورټونه ورکړي.

د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي په کابل کې د اکتوبر په څلوریشتمه وویل، اوس له پاکستان او متحدو ایالتونو سره په خبرو بوخت یو څو د طالبانو او نورو وسله والو ډلو یو شمېر مشرانو ته اسانتیاوې پیدا شي، چې دوی د سولې له خبرو سره یوځای شي.

ایمل فیضي زیاته کړه، چې په دغه اسانتیاو کې یوه هم د پاسپورټ ده، چې د طالبانو ځینو مشرانو ته ورکړل شي، څو په دې ډول دوی وکړای شي، چې په اساني بهر سفر وکړي.

ایمیل فیضي دا خبرې په داسې وخت کړې دي چې د طالبانو د مشر ملامحمد عمر په نوم ازادي راډیو ته د اختر په مناسبت په رارسیدلي پیغام کې لیکل شوې دي، چې د نظامي مبارزې ترڅنګ طالبان سیاسي مبارزې ته دوام ورکوي.

د ولسمشر کرزي ویاند وایي، موږ دې ته اړتیا لرو چې پاکستان د سولې په خبرو کې اخلاص وکړي، ځکه چې طالبان په پاکستان کې ژوند کوي او په داسې شرایطو کې زموږ هڅې د اسلام اباد له همکاري پرته ګټه نه کوي.

د جنوري په میاشت کې طالبانو اعلان وکړ چې دوی غواړي په قطر کې یو سیاسي دفتر پرانیزي، خو بیا تقریبا دوې میاشتې وروسته دوی امریکا تورنه کړه چې د روغې جوړې د خبرو لپاره بهانې لټوي او وخت ضایع کوي.

جرمني اژانس د طالبانو په وینا لیکي، چې دوی له امریکا سره خبرو ته چمتو دي خو په دې شرط چې امریکا کړې ژمنې ترسره کړي، خو په دې برخه کې طالبانو توضیحات نه دې ورکړې.

د ولسمشر کرزي د ویاند په وینا، ترکیه، عربستان او یو شمېر لویدیځ هیوادونه له طالبانو سره د تماس موندلو په برخه کې له کابل سره همکاري کوي ایمل فیضي زیاته کړه چې له طالبانو سره د سولې په اړه په خبرو کې یو شمیر ستونزې شته، ده په کابل کې خبریالانو ته وویل، له دوو کلونو راهیسې چې د سولې عالي شورا جوړه شوې ده د سولې هڅې په یوه نه یوه ډول شنډیږي.

د ولسشمر کرزي ویاند زیاته کړه، چې د طالبانو یو شمیر مهم کسان چې د سولې په خبرو کې اغیزناک و او حکومت غوښتل چې له هغوی سره اړیکي ونیسي، تر اوسه په یوه نه یوه ډول وژل شوې دي.
XS
SM
MD
LG