د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۱۱

بریتانیا په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکو شمېر زیاتوي


ګارډین او لاس انجلس ټایمز نړېوالو ورځپاڼو هم د افغانستان په ځانګړې مقالې او تحلیلونه خپاره کړي دي، چې احمد شیبر لاندې په یوه مطلب کې راچاڼ کړي دي.

ګارډين:

د بريتانيا ګارډين ورځپاڼه په خپله تازه ګڼه کې ليکي، چې بريتانيا غواړي په افغانستان کې د بې پيلوټه الوتکو شمېر زيات کړي.

د ورځپاڼې په باور د ملکي تلفاتو د زياتيدو له امله د بريتانيا مځکنيو ځواکونو د جګړې له ډګره ځانونه لري کړې دي او اوس پر مخالفو وسله والو زیاتره بريدونه په بې پيلوټه الوتکو کوي.

ګارډين ورځپاڼه زياتوي، بريتانيا په افغانستان کې اوس پنځه بې پيلوټه الوتکې لري او پنځه نورې ورليږي. خو د بشري حقونو ډلې دا شکايت لري چې د بې پيلوټه الوتکو د توغنديو په بريدونو کې هم ملکيان وژل کيږي.

لاس انجلس ټايمز:

د لويديځ يوه بله ورځپاڼه لاس انجلس ټايمز بيا تر دې سرليک لاندې ليکنه خپره کړې، له افغانستانه په غم او احساس وتنه. دا ليکنه په افغانستان کې د لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې خبريالې لورا کينګ ليکلې ده، ميرمن کينګ په تيرو څو کلونو کې بيا بيا افغانستان ته تللې ده، خو اوس يې کار هلته پاي ته رسيدلي.

لورا کينګ ليکي، دا ښکاره ده چې په افغانستان کې جګړه ده، مخالفان ځان وژونکي بريدونه کوي، خلک وژل کيږي، وړ وړ فشارونه شته، خو په دې هيواد کې هره غمجنه شيبه له داسې لحظو سره مله شوې چې زړونو ته لاره کوي.

د لوراکينګ په بارو، د ماتو ګوډو واټونو، توږيدليو خټينو ديوالونو او ساړه واورين ژمي پر مهال، چې کله د وچې ډوډۍ بوي د چا سپږمو ته رسي، نو د هوسايي احساس وربښي. لورا کينګ بيا د دغه احساس يوه بله بيلګه انځوروي او ليکي، کله چې نجونې د ښوونځي په تورو جامو کې پوړني پر سرونو د چا له مخې تيريږي، مسکې مسکې کيږي او په ماته ګوډه انګريزي چې بارخوګان يې له شرمه تک سره شوي وي وايي، هو ار يو، نو سړي ته عجيب احساس وربښي.

ليکواله بيا څرګندوي، په افغانستان کې د کلونو له تيريدو سره دې نتيجې ته رسيدلې يم چې ډيرو هغه ښايست چې د دې هيواد په خلکو کې شته لاهم نه دې درک کړي.

د لوراکينګ په وينا په دغو ناپيژندل شويو شيانو کې يو هم هغه پيغام او احساس دي چې د افغانستان د معصومو ښځو او نجونو په څيړو کې ترسترګو کيږي او دا به يې کله هم هير نه کړي.

لورا کينګ بيا ليکي، افغانستان د دې هيواد نه دي او کله به هم نه شي، خو دلته ډير داسې څه شته چې زړه يې ورپورې تړلي دي او په دې برخه کې دا يوازې نه ده، د دې په وينا ګڼ نور کسان چې له افغانستانه وځي دغه غم له ځان سره وړي.
XS
SM
MD
LG