د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

رنجبر: د انتخاباتو د دندو د طرحې رد يا توشېح د ولسمشر صلاحيت دى


ښاغلى رنجبر
ښاغلى رنجبر
د افغانستان جمهوري رياست وايي چې ولسمشرکرزى به د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د دندو او صلاحيتونو د قانون طرح چې ولسي جرګې د سپټمبر مياشتې په وروستيو کې تصويب کړه توشېح نکړي.

د جمهوري رياست مرستيال وياند احمدضيا سيامک هروي له ازادۍ راډيو سره په مرکه کې وویل چې حتی که مشرانو جرګه د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د دندو او صلاحيتونو د تشکيل طرح تصويب هم کړي، ولسمشرکرزى به يې له توشېح کولو ډډه وکړي.

تېره اونۍ ولسمشرحامدکرزي د ناټو له عمومي منشي سره په کتنه کې وویل چې د نوي قانون له مخې د انتخاباتي شکایتونو په کمیسیون کې د دوو بهرنیانو غړیتوب ده ته د منلو وړ نه دی ځکه د ده په وینا د افغانستان له ملي حاکمیت څخه سرغړونه ده.

د دې موضوع په اړه احمدتکل د حق او عدالت ګوند د اجراییه کمیټې له غړي او د ډیموکراتو حقوقپوهانو د ټولنې له مشر کبیررنجبر سره مرکه کړې ده. ښاغلي رنجبر لومړی دې پوښتنې ته ځواب ووایه چې د ولسمشر له خوا د دې قانون رد قانوني توجېه لري کنه؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:50 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG