د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۸

"القاعده یو ځل بیا په افغانستان کې خپل ځان پیاوړی کول غواړي"


اسوشیېټډپرېس خبري آژانس لیکي، بې له شکه چې القاعده په تېرو څو کلونو کې ډېره کمزورې شوې؛ خو همدا کمزورې شبکه سره له دې چې کافي امکانات نه لري؛ په داسې حال کې چې د امریکا حضور کمزوری کېږي، افغانستان ته د راستنېدو خیال لري.

آژانس د پکتیکا د امنیه قوماندان جنرال دولت خان ځدراڼ له قوله لیکي؛ چې وايي، القاعده هڅه کوي، چې د امریکایي ځواکونو د وتلو له پلانه ګټه پورته کړي او په سیمه کې د خپلو جنګیالیو شمېر زیات کړي.

جنرال ځدراڼ له اسوشیېټډپرېس آژانس سره په مرکه کې کومه شمېره یاده نه کړه؛ خو ویې ویل، چې القاعده شبکې د پاکستان د سرحد له لارې ډېره وسله افغانستان ته انتقال کړې ده.

په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن هم څه وخت مخکې ویلي وو؛ چې القاعده بیا فعاله شوې ده او که څه هم شمېر یې کم دی، خو د ده په وینا دا شبکه د خپل نفوذ لپاره ډېرو جنګیالیو ته اړتیا نه لري.

امریکايي چارواکو ژمنه کړې ده، چې په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې د پوځي ماموریت له ختمولو وروسته هم د القاعده د بیا فعالېدو د مخنیوي لپاره به هر لازم اقدام وکړي؛ چې یو مثال یې د القاعده ضد خاص عملیات دي.

آژانس په ولسي جرګه کې د نورستان د استازي احمدالله موحد له قوله لیکي، چې وايي، دی وېرېږي چې د امریکايي محاربوي ځواکونو له وتلو سره به طالبانو او القاعده ته لاره خلاصه شي؛ څو سیمه ییز حکومت مات کړي. موحد وايي، القاعده شبکه به د امریکایانو له وتلو وروسته سمدستي نورستان ته سترګې ونیسي.

امریکايي کارپوهان وايي، دا اندېښنه شته، چې القاعده شبکه کمزورې شوې، خو له مینځه تللې نه ده. په "رندکارپورېشن" کې د سیاسي چارو څېړونکی سېټ جونز وايي، القاعده شبکه په څو محدودو مواردو کې سخته ځپل شوې؛ خو جنګیالي یې بې له شکه په جګړه کې ښکېل دي.

جونز چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د خاصو عملیاتو د قوماندان پخوانی سلاکار دی؛ په دې وروستیو کې د افغانستان ختیځو سیمو ته له سفره راستون شوی. هلته ده څېړنه وکړه، چې د القاعده د ملاتړ شبکې څنګه پراخېږي او څنګه د حقاني ډلې په څېر له نورو شبکو سره د دوی اړیکي پیاوړي دي.

د جونز په وینا دا مساله ډېره جدي ده، ځکه داسې یو چاپېریال به القاعده ته امکان په لاس ورکړي؛ چې خپل فعالیت ته حتی که په ټیټه کچه هم وي، دوام ورکړي.

ریچارد بارېټ د ملګروملتونو د هغه پلاوي مشر دی؛ چې د القاعده او طالبانو له فعالیته د رامینځ ته شویو ګواښونو په اړه څېړنه کوي. دی وايي، القاعده وېرېږي، چې که طالبان له افغان حکومت سره د سولې موافقه وکړي؛ نو دوی به پر سپېره ډاګ پاتې شي او په همدې دلیل د بارېټ په وینا؛ القاعده شبکه تر وسې هڅه کوي، چې د خپل نفوذ او حضور دفاع وکړي.

اسوشېیټډپریس آژانس له افغان چارواکو سره د مرکو پر بنسټ لیکي؛ چې القاعده د افغانستان په نورو سیمو او له هغې ډلې په فاریاب او لوګر کې هم حضور لري.

د لوګر امنیه قوماندان جنرال غلام سخي روغ لېونی وايي؛ د القاعده او د دې شبکې د همکارو ډلو د جنګیالیو د شمېر معلومول ګران کار دی؛ خو دی اټکل کوي، چې په لوګر کې یې ښایي شمېر له سلو تر یونیم سلو پورې وي؛ خو امریکايي چارواکي وايي، چې په ټول افغانستان کې د القاعده د جنګیالیو شمېر ښايي د ۵۰ او ۱۰۰ کسانو ترمینځ وي.

د رنډکارپورېش کارپوه سېت جونز وايي، ده ته داسې نخښې نخښانې نه ښکاري، چې القاعده شبکه به تر ۲۰۱۴ کاله په بشپړ ډول له مینځه ولاړه شي.
XS
SM
MD
LG