د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۰

"په پاکستان کې زموږ مالونه خالي کیږي او پرځای یې شګې باریږي"


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خانجان الکوزی
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خانجان الکوزی
که له یوې خوا افغانستان له پاکستان سره ډیره سوداګریزه راکړه ورکړه لري نو له بلې خوا په ترانزیتي او سوداګریزه برخه کې له نوموړي هېواد سره د ډیرو ستونزو خبره هم کیږي.

افغان سوداګر وایي، چې پاکستان له ډیرو کلونو راهیسې دوی ته په بېلابېلو برخو کې راز راز ستونزې جوړې کړي خو د حل لپاره یې یوازې په ژمنو بسیا شوې.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خانجان الکوزي ازادي راډیو ته وویل، چې اوس هم په کراچۍ بندر کې افغان سوداګر له ډیرو ناخوالو سره مخامخ دي او د ترانزیت په برخه کې هم ستونزې او خنډونه پر خپل ځای پاتې دي:

"ترانزیتي ستونزې لا هم ډیرې دي زموږ موټرو ته کراچۍ ته د تګ اجازه نه ورکول کیږي.

دغه راز په کراچۍ کې زموږ سوداګریز مالونه پلټل کیږي او ډیر مالونه ورک کیږي هم.

یوه بله ستونزه، چې اوس پیدا شوې هغه دا چې په پاکستان کې په لاره کې زموږ سوداګریز مالونه خالي کیږي او پرځای یې ډبرې او شګې باریږي.

دا یوه بله د نه منلو ستونزه ده چې پیدا شوې".


ښاغلی الکوزي وویل، چې د افغانستان له هڅو او د پاکستاني چارواکو له ژمنو سره سره لا تر اوسه له نوموړي هېواد سره یوازې دیرش فیصده ترانزیتي او سوداګریزې ستونزې هوارې شوي دي.

له پاکستان سره د افغان سوداګرو د دې ستونزو خبره په داسې حال کې کیږي چې د پنجشنبې په ورځ د افغان او پاکستاني سوداګرو ترمنځ د همآهنګۍ د رامنځ ته کیدو او د دواړو هیوادونو د صادراتي موادو د کیفیت د لوړوالي په هدف په کابل کې د پاکستاني محصولاتو یو لوی نندارتون پرانستل شو.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت هم له پاکستان سره د افغان سوداګرو سوداګریزې او ترانزیتي ستونزې مني خو ټینګار کوي چې دا ستونزې دومره ډیرې نه دي چې افغان سوداګریې بیانوي.

د دې وزارت ویاند وحید الله غازي خیل د جمعې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې د افغان سوداګرو موټران واګې بندر ته تللې شي او د پاتې ستونزو د حل لپاره هم هڅې دوام لري:

"د ترانزیت په برخه کې د افغانستان په سلو کې اویا ستونزې له پاکستان سره حل شوي او د پاتې برخې د هوارولو لپاره یې هم کوښښ روان دی.

مخکې د افغانستان لاریو موټرو ته اجازه نه ورکول کیده چې واګې بندر ته ولاړشي خو اوس کولای شي چې ترواګې پورې ولاړشي.

دغه راز په ځینو مواردو کې افغان سوداګر شکایت کوي چې مالونه یې په پاکستان کې غلا کیږي په دې اړه هم پاکستانۍ خوا ژمنه کړې چې جدي امنیتی تدابیر به ونیسي".


ښاغلي غازي خیل وویل، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو او ګمرکي ستونزو د حل لپاره ګډه ډله هم رامنځ ته شوې چې په کراچۍ کې به سوداګریزې چارې څاری او د ستونزو د هوارولو لپاره به لازمې هلې ځلې کوي.

په عین حال کې په افغانستان کې د پاکستان سفیر په خپلو تازه څرګندونوکې ویلي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي ودې په هدف باید سیاست له سوداګرۍ څخه بیل کړی شي.

خو افغان سوداګر او چارواکي وایی چې پاکستان تل ترانزیتي او سوداګریزې چارې د افغانستان پر وړاندې د سیاسي فشار په توګه کارولی او په دې برخه کې یې خپلې کړې ژمنې لکه څنګه چې لازمه ده نه دي عملي کړي.
XS
SM
MD
LG