د جوزجان چارواکي وایي، چې د بلخ او جوزجان ترمنځ په لویه لاره کې د افغان لوبغاړو یوه "۳۰۴" ډوله موټر د ټکر له امله ۶ تنه مړه شوي او ۳۶ نور ټپیان دي.
د دې ولایت د والي مرستیال فقیر جوزجاني ازادي راډيو ته وویل، چې دغه لوبغاړي د فوټبال په یوه لوبه کې د ګډون په موخه کابل ته په لاره وو، چې یادې پیښې سره مخ شوې دي:
"تیره شپه نهه بجې یو شمېر ځوانان او افغان لوبغاړي، چې د فوټبال په فاینل لوبه کې د ګډون او د تشویق لپاره تلل، موټر یي د تیلو له یوه ټانکر سره ټکر کړې، چې دواړه موټر په بشپړه توګه له منځه تللې، شپږ تنه وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان روغتون ته انتقال شوي، په دې موټر کې اکثره افغان لوبغاړي وو."
ښاغلي جوزجاني وویل، چې د لوبغاړو او ورسره د مینوالو شمېر ۴۰ ته رسیده، چې غوښتل، د سیمرغ البرز او هرات ټیمونو ترمنځ په کابل کې د فوټبال په غوره لیک سیالو کې ګډون وکړي.