د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۴

"ملا محمد عمر وژل شوی یا په عصبي ناروغۍ اخته دی"


په امريکا کې خپرېدونکې ورځپاڼې ډيلي بيسټ په يوه راپور کې ويلي، چې د وسله والو طالبانو مشر ملا محمد عمر يا په بنديخانه کې وژل شوی او يا په ذهني او عصبي ناروغۍ اخته شوی دی.

ورځپاڼه وايي، چې د طالبانو د کوټې د شورا يوه غړي نيوزويک مجلې ته وويل، چې د طالبانو نور مشران د ملا عمر په اړه فکر نه کوي ځکه چې په اوس وخت کې د دوي لپاره د ملاعمر روغتيا يا د استوګنې ځای ډېر مهم نه دی.

ده همدا راز ويلي، چې د طالبانو لپاره اوس مهمه دا ده، چې خپل ټول پام يوازې جګړې ته واړوي.

ډيلي بيست په عين حال کې ليکلي له دې سره سره ويل کېږي، چې طالب جنګياليهم اندېښمن او هم حيران دي، چې مشر يې دا دومره موده چيرې دی. ده يوولس کاله پخوا په داسې حال کې، چې له خپل اوښي سره په موټر سايکل دوپشته سپور و، د کندهار په شاوخوا کې خپلو پلويانو ته موعظه کړې وه خو له هغه وخت وروسته خپلو پلويانو نه دي ليدلي.

ورځپاڼه ادعا کوي، چې اکثره وېره لري، چې ملاعمر به وژل شوی او يا معيوب شوی وي. دوي شک لري چې د پاکستان استخباراتي ادارې آي ايس آي به ملا عمر يا په پټه بندي کړي يا وژلي وي.

د طالبانو يوه پخواني جګپوړي مقام، چې نور له دې ډلې جلا شوي، وايي: بايد يو څه وي، چې له طالبانو سره د ملا عمر د تماس مخه نيسي. کنې هغه به لږترلږه په خپل ږغ ثبت شوي پيغام ورلېږلي و او د امريکا له خوا د زرګونو افغانانو پر وژلو به يې خواخوږي څرګنده کړې وه، خو د سياسي چارو کارپوه او د طالبانو د واکمنۍ په موده کې د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت مامور وحيد مژده وايي، دا ګرانه ده چې څوک دې د ډيلي بيست ورځپاڼې راپور تاييد کړي.

خو د طالبانو د شورا پخواني غړي ډيلي بيست ته ويلي:

«که ملا عمر په سم حالت کې وای، يو ثبوت به يې ښکاره کړی و، چې ژوندی دی.»

ده تاکيد وکړ، چې د القاعده شبکې د اوسني مشر ايمن الظواهري لپاره ۲۵ میليون ډالره جايزه ټاکل شوې، خو له دې سره سره نوموړي هر څه موده وروسته په منظم ډول پيغامونه خپروي، «ولې يې ملا عمر نه خپروي؟»

ده وويل، چې دا سمه ده، چې د ملاعمر په نوم په کال کې يو يا دوه ځلي د اخترونو په مناسبت ليکلي پيغامونه خپرېږي، خو څوک چې له مسلې خبر دي پوهېږي، چې دا پيغامونه جعلي دي. ځکه چې ملا عمر هيڅکله هم داسې په چوکاټ برابر او روان نثر نه شي ليکلی، هغه يو ساده ملا دی، ان هغه کلمې او جملې نه شي لوستلی چې د ده په نامه خپرېږي دا خو لا پرېږده چې ده به ليکلي وي، د طالبانو د کوټې د شورا يوه غړي وويل:

«د ملا عمر اوږده چوپتيا مغشوشوونکې ده. ما له ۲۰۰۱ څخه ملا عمر نه دي ليدلي، د ده د ليدلو اصرار هم نه لرم. خو د يوه انسان په توګه د هغو پيغامونو، اعلاميو او فرمانونو په اړه پوښتنې لرم چې د ده په نوم خپرېږي.»

دی همدا راز وايي، چې په دې پوهېږي چې طالبان يو ځل د ملاعمر په نوم په يوه جعلي پيغام غولول شوی ول:

«د څه مودې لپاره يو ويديو ټېپ په دې نوم لاس په لاس کېده، چې د ملاعمر دې، خو بالاخره موږ پرې پوی شوو، چې جعلي دی، د بلوچستان د يوه ملا ږغ و.»

ډيلي بيسټ ورځپاڼې ليکلي، ځيني کسان ان وايي، چې ملا عمر له عصبي او عقلي ناروغۍ سره مخامخ شوي دي.

هغه کسان، چې يو وخت له ملاعمر سره نژدې ول، وايي چې دي د ۱۹۹۹ کال له اګست څخه، يعنې له هغه وخته چې په کندهار ښار کې د ده د کور مخته له چاودېدونکو موادو ډک ټرک وچاودېده، په سخت ديپرېشن اخته و.

د چاودنې په مهال ملاعمر د خوب په خونه کې و چې د ودانۍ په شاتنۍ برخه کې وه. چاودنې ده ته زيان وانړاوه خو دوه وروڼه يې چې کوڅې ته په نژدې خونه کې ويده ول، له خپلو پنځو ساتونکو سره ووژل.
XS
SM
MD
LG