د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۸

"د ټرانزیټ په برخه کې لا هم ډیرې ستونزې شته"


د ټرانسپورټ وزیر داود عالي نجفي
د ټرانسپورټ وزیر داود عالي نجفي
د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، چې ټرانسپورټ او ټرانزیټ د دې هېواد د اقتصادي ودې لپاره ډیر مهم دی، خو د لویو لارو ستونزې او د ځمکني ترانسپورت د قانون نشتون دې سکتور ته ډیرې ستونزې جوړې کړي دي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، چې د دې قانون مسوده یې درې کاله پخوا د عدلیې وزارت ته لیږلې، خو دغه وزارت یې په یوه او بله پلمه شاته اچوي.

د ټرانسپورټ وزیر داود عالي نجفي وايي، مسئولي ادارې همږغي نه دي او مسئولیتونه مشخص نه دي، چې له امله یې په کارونو کې ګډوډۍ موجودي دي.

نوموړی له عدلیې وزارت نه غواړي، چې د ځمکني ټرانسپورټ د قانون مسوده په طرح بدله او تصویب ته واستوي:

“زه خپله د ټرانسپورټ په وزارت کې له لس کلن کار څخه چې پخوا شوی، د یوه افغان په صفت خوښ نه یم.

لا اوس هم د لارو او ټرانسپورټ د فعالیت قانون نه دی تصویب شوی، زموږ د مځکني ټرانسپورټ قانون د ډاکتر نجیب د حکومت څخه راپاته دی.

څو کاله کېږي، چې د دې قانون مسوده ترتیب شوې ده، له کله چې مې دلته دنده پیل کړې کوښښ مې کړی، چې دغه قانون تصویب شي، خو اوس هم دغه قانون له عدلیې وزارت څخه مخکې نه دی تللی.”

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، چې په هېواد کې لويي لارې پر نړېوالو معیارونو نه دي جوړې او جوړ شوي سړکونه اوسنیو شرایطو ته په پام ډیرې ستونزې لري، چې له امله یې ډیر ټکرونه کیږي او ټرانسپورټي کمپنۍ له بیلا بیلو ستونزو سره مخ دي.

ښاغلی نجفي وايي، په افغانستان کې د هوايي ټرانسپورټ په برخه کې په تیر یوه کال کې خورا ډیري ستونزي حل شوي او تر ډیره د افغانستان هوايي ډګرونه له نړېوالو اصولو سره تیار شوي.

د نوموړي په خبره په تیرو 8 میاشتو کې د افغانستان له فضا څخه شپیته زره الوتکې تیرې شوي، چې دا افغانستان ته د عوایدو لویه برخه جوړوي.

بل خوا د افغانستان د عدلیې وزارت وايي، چې د ځمکني ټرانسپورټ د قانون مسوده په 1390 کال کې دوی ته لیږل شوې.

د عدلیې وزارت د تقنین ریاست سرپرست عبدالروف هیروي ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې مسوده کې کاري ګډوډۍ نه دي اصلاح شوي، نو ځکه لا تر اوسه په خپل حال پاتې ده:

“ستونزه، د ټرانسپورټ، کورنیو چارو وزارت او د ټرافیکو ریاست ترمنځ د دندو د ګډوډیو له امله ده، دا ګډوډي باید حل شي، چې بیا پر دې قانون کار وشي.

د چارو ادارې موږ ته یو لیک لیږلی او ویلي یې دي، چې دغه قانون د دوی د قانون جوړوني په لومړيتوبونو کې نه وو.”

افغانستان په جنوبي اسیا کې پروت هېواد دی، چې سمندر ته لاره نه لري، نو له دې امله یې د ټرانسپورټ ډیره برخه د مځکې او هوا له لاري ده.

افغانستان سیمي او نورو لیري هیوادونو ته د صادراتو او وارداتو پر وخت اړ دی چې د ګاونډیو هیوادونو له لارو خپلې اړتیاوې پوره کړي، خو له تیرو څو کلونو راهیسي افغان حکومت او سوداګر پر ګاونډیو هیوادونو انتقادونه کوي، چې د ټرانزیټ او ټرانسپورټ په برخه کې ورته ستونزې جوړوي.

د افغان چارواکو او سوداګرو په خبره، چې ګاونډي هیوادونه د سیاسي هدفونو په خاطر پر افغانستان د سوداګرۍ، ټرانسپورټ او ټرانزیټ له لاري فشارونه راولي.

خو د اقتصادي چارو پوهان افغان دولت ته سپارښتنه کوي، چې د سوداګرۍ او ټرانسپورټ په برخه کې داسي پالیسۍ او سټراټیژۍ جوړي کړي، چې ګاونډي هیوادونه ونشی کړي مخه یې ډپ کړي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG