د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۱

د ولسمشر اوباما او میت رومني دوهمه انتخاباتي مناظره


جمهور ریس بارک اوباما او د جمهوري غوښتونکو کاندید مت رومني به نن ماخوستن مخامخ بحث وکړي.

دا د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د دواړو کاندیدانو دوهمه انتخاباتي مناظره ده.

دواړه کاندیدان به نن په نیویارک کې د (Hofstra) پوهنتون په ستر تالار کې د خلکو پوښتنو ته ځواب ووایي.

د مناظرې لپاره مخکې له مخکې پوښتنې تیارې شوې دي، چې د امریکا د کورني او بهرني سیاست پر څرنګوالي را څرخي.

میلیونونه کسان به د ټلویزیون له لارې د دواړو کاندیدانو دا بحث وګوري.

څارونکې په دې باور دي، چې جمهور ریس بارک اوباما په خپله لومړۍ ټلویزیوني مناظره کې ځان د خلکو د توقع سره سم ثابت نه کړ.

د امریکا د جمهوري ریاست او کانګرس په اړه د څیړنو د مرکز مسول جیمز تربر وايي، چې ولسمشر اوباما باید په خپله انتخاباتي مبارزه کې د مخکې کیدو لپاره، د نن شپې د مناظرې مهار په لاس کې واخلي،جیمز تربر وايي:

(جمهور ریس بارک اوباما باید تر ډیره حده یو لیوال کاندید ښاره شي نه پروفیسر. خبرې یې باید ګرمې وي او خلکو ته ورسیږي، پر خلکو ږغ وکړي، خلکو ته باید د کارونو د موندلو پر مسله خپل پيغام واضح ورسوي او د خلکو د سوالونو د ځوابولو په وخت کې باید د ځان زیرکتیا څرګنده کړي.

باید د امریکا خلکو ته خپل پيغام ورسوي او په عین وخت کې د ښاغلي رومني سره د خپل موقف په توپير خلک وپوهوي. )

جمهور ریس بارک اوباما له تیرو څلورو ورځو راهیسې د دې مناظرې لپاره تیاری نیسي او د خپلو سلاکارانو سره یې مشورې پيل کړي دي.

د نن شپې په ټلویزیوني مناظره کې د امریکا پر کورني او بهرني سیاست خبرې کیږي.

په دې کې شک نشته، چې مت رومني به د لیبیا په بن غازي ښار کې د امریکا د سفیر د وژل کیدو مسله را پورته کړې او د وسیلې په توګه به کار ورڅخه واخلي.

په دې ډول به د امریکا څخه د باندې د میشتو امریکايي وګړو لپاره په امنیت کې د موجودو نیمګړتیاو پر مسله نیوکې وکړي.

څارونکې وايي، چې ولسمشر اوباما به د نن شپې په مناظره کې مخکښ وي ځکه دی د عادي خلکو د سوالونو د ځوابولو او د هغو ستونزو په اړه په خبرو کې مهارت لري، چې امریکايیان ورسره مخامخ دي لکه بې کاري او د صحي امکاناتو کموالی.

د جیمز تربر په وینا، ولسمشر اوباما به د تیر وار په خلاف د مت رومني ادعاوې بې ځوابه نه پریږدي.

د څارونکو په باور مت رومني تل دا وايي چې امریکا د تیرو څلورو کلونو د بیا تکرار او زغم حوصله نلري. خو پدې خبره یې د یو شمیر خلکو رایې ګټلای شواي چې د تغیر وخت را رسیدلی دی.


د امریکا د جمهوري ریاست لپاره د دواړو کاندیدانو ترمنځ دریمه او وروستۍ مناظره د روانې میاشتې (اکټوبر) په ۲۲ نیټه ترسره شي.

د جمهوري ریاست ټاکنې به د روان کال د نومبر په شپږمه وي.
XS
SM
MD
LG