د دوشنبې په ورځ د ننګرهار د استناف محکمې له خوا دوه تنه محمداګل او ثناګل، چې پلار او زوی دي د قتل په جرم په شل شل کاله تنفیذي بند محکوم شول.
لومړی د دوی په اړه ترتیب شوې دوسیه ولوستل شوه، چې ثناګل د خپل زوی سره په ګډه د صابر په نوم خپل اوښي یانې د ښځې ورور يې وژلی دی.
په دغه علنې محکمه کې، د مقتولینو پر وړاندې عیني شاهدانو خپله ګواهي ورکړه.
په عیني شاهدانو کې د ثناګل میرمن، چې د مقتول خور ده پر خپل میړه او زوی د قتل ګواهي ورکړه:
"سهار مي الوګان وړول، ما په جیب کې ورته ممیز واچلو ويل يي چای نه څښم لاړ، چې ګورم ډزې شوې، چې زه راووتم ده سره تفنګچه وه زما ورور يي ویشتلی و.
قاضي کوم یو؟
د مقتول خور: هغه مخامخ راته ناست دی زما زوی هم دی اولاد ډير شیرین دی تاسې يي هم لری.
عينی شاهد: موږ په هغه ځای کې حاضر و، هلته مړی شوی و، ډزې وشوې، چې ګورو صابر مړ و، هلته پروت و، خو چې راغلم خلکو ویل، چې دا محمداګل وویشت او تښتيده."
د محکمې قاضي فضل هادي فاضل، چې د ننګرهار د استناف محکمې ريیس هم دی، د صابر نومې د قتل په اړه د خپروو شویو شواهدو ته په کتو د لومړې ابتدایه محکمې هغه پریکړه تاييد کړه، چې ثناګل او د هغه زوی محمداګل دواړه دې د قتل په جرم په شل شل کاله تنفيذي بند محکوم شي:
"ته محمداګل د ثناګل زوی د صابر د قتل په جرم کې په حیث د فاعل د جرم د جزا د قانون د ۳۹۶ مادې پر اساس په شل کاله تنفيذي بند حبس او ته ثناګل د نور پاچا زوی د صابر په قتل کې د شراکت د جرم په اساس په شل کاله تنفیذي حبس محکوم شوی، دا پریکړه قطعي نه ده تميز ستاسي پر وړاندې دی."
د استناف دغې علني محکمې ته د ننګرهار والي ګل اغا شیرزی هم ورغلی و.
نوموړي د استناف محکمې له خوا شوې فیصلې هرکلۍ وکړ او پر نورو هېوادوالو يې غږ وکړ، چې خپل ژوند دې د قانون په چوکاټ کې برابر کړي ګنې دغسې به د خپل عمل په سزا ورسیږي:
"له قاضیانو او په ځانګړې توګه د محکمې له رييس نه تشکر کوم، چې مجرم ته يې سزا واوروله او زه له ټول ولس نه غوښتنه کوم، چې تاسې جرمونه مه کوئ، ګنې محکمه به تاسو ته د خپل جرم سزا درکړي."
یو شمېر کتوونکي د دا ډول علني محکمو هرکلۍ کوي، چې مجرم ته د خپل عمل سزا په ښه توګه رسیږي.
دوی وړاندیز کوي، چې هغه نورې محکمې، چې په دا ډول لویو جرمونو ککړ کسان دي د هغوي محکمې دې هم علني شي، تر څو د جرم له امله د متضرره کورنیو لپاره تسلي وشي.
راپور: شاه محمود شینواری، جلال اباد