په داسې حال کې چې په افغانستان کې د امنیت د انتقال دریم پړاو لا پای ته نه دی رسیدلی په کابل کې د ناټو سازمان مسوولینو له جمهور رییس حامد کرزي څخه وغوښتل؛ چې د امنیتي مسوولیتونو د انتقال څلورم پړاو دې اعلان کړي.
په کابل کې د ناټو د ملکي استازي ویاند "ډومنک مېډلي" وویل؛ چې له پلان سره سم به د راتلونکې میلادي کال تر نیمايي پورې د ټول افغانستان امنیت خپلو ځواکونو ته یې وسپارل شي.
نوموړي د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې تمه وښودله چې د روان میلادي کال له پای ته رسیدو مخکې جمهور رییس حامد کرزی هغه سیمې په ګوته کړي؛ چې په راتلونکې پړاو کې یې امنیت سپارل کیږي:
"موږ له جمهور رییس کرزي څخه تمه لرو، چې د دې کال له خلاصیدو مخکې څلورمه ډله هغه سیمې اعلان کړي؛ چې باید امنیت د انتقال په پروسه کې شاملې شي. د انتقال د پروسې دریم پړاو د شیکاګو له غونډې مخکې د می په میاشت کې اعلان شو و، په دریم پړاو کې چې د ولسوالیو دریمه برخه او د افغانستان د نفوس شاوخوا اویا فیصده په کې شامل دي؛ اوس د انتقال په پروسې کې شاملیږي."
تراوسه څرګنده نه ده، چې د امنیت د انتقال دریم پړاو څومره تطبیق شوی، خو په کابل کې د ایساف ځواکونو ویاند وايي؛ دغه مساله به ډیر ژر روښانه شي.
بل خوا د افغانستان د جمهور رییس ویاند ایمل فیضي وايي، د هغو سیمو د مشخصولو لپاره هلې ځلې روانې دي چې ټاکل شوې په څلورم پړاو کې یې امنیت وسپارل شي.
ښاغلي فیضي په تلیفون ازادي راډیو ته وویل، چې هر څومره ژر چې د انتقال پروسه تطبیق شي د افغانستان په ګټه دی.
بل خوا د افغانستان د دفاع وزارت مسوولین وايي، د امنیت د انتقال راتلونکي وروستي دوه پړاوونه به تر پخوانیو هغو ستونزمن وي.
د دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي تیره اونۍ له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکې کې وویل؛ چې په راتلوونکو پړاوونو کې به هغه سیمې شاملې وي؛ چې د وسله والو طالبانو فعالیت په کې زیات دی:
ناټو سازمان او د افغان دولت د موافقې له مخې د دوه زورو څوارلسم کال تر پایه به له افغانستان کې د ناټو سازمان ټول محارب ځواکونه له افغانستان څخه وځي.
په افغانستان کې له بهرنیو ځواکونو څخه کورنیو هغو ته د امنیت د انتقال پیل د تیر لمریز کال په لومړیو کې اعلان شو. که څه هم د امنیت د انتقال دغه بهیر د راتلونکي میلادي کال تر نیمايي بشپړیږي خو لا هم افغان حکومت وايي، امنیتي ځواکونه یې په درنو وسلو سم سنبال نه دي او پوره الوتکې او هوايي تجهیزات هم نه لري.
خو له دې سره سره دوی وايي افغان ځواکونه د امنیتي مسئولیتونو پرغاړه اخیستو ته چمتو دي.