د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۰

افغانستان او پاکستان د ټرانزیټ په برخه کې نوی سند لاسلیک کړ


انورالحق احدي
انورالحق احدي
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، له پاکستاني چارواکو سره یې یو نوی سند لاسلیک کړی؛ چې له مخې یې د افغان سوداګرو لارۍ د پاکستان له خاورې څخه د هند سرحد ته په اسانۍ سره تګ راتګ کولای شي.

د سوداګرۍ وزیر انورالحق احدي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ چې پاکستان له دې وړاندې د افغان سوداګرو له هغو لاریو څخه چې د هند سرحد ته تللې بانکی تضمین غوښته.

د سوداګرۍ وزارت چارواکي وایي، چې پاکستاني لوري د اپټیکا یا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټي ستونزو د حل کمیټې په دریمه غونډه کې د ټرانزیټ په برخه کې د عمده ستونزو د هواري ژمنې وکړې.

د سوداګرۍ وزیر انورالحق احدي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ چې د اپټیکا په دې غونډه کې یې چې په اسلام اباد کې جوړه شوې وه؛ له پاکستان سره د ټرانزیټ په برخه کې یو نوی سند لاسلیک کړی.

احدي وویل، چې د دې سند له مخې د افغان سوداګرو لارۍ د بانکي تضمین پر ځای د ټرانسپورټ وزارت د یوې فورمې په درلودلو سره د پاکستان له لارې د هند واګې بندر ته تګ راتګ کولای شي.

"له دې وروسته د افغان سوداګرو لارۍ کولای شي، چې د هیواد مالونه، وچه او تازه میوه د پاکستان له لارې د هند واګې بندر ته انتقال کړي.

له دې وړاندې زموږ لارۍ تر پیښور پورې تلې راتلې، اوس چې هر موټر د هند بندر ته ځي، د ټرانسپورټ وزارت به یوه فورمه ورکوي، د دغې فورمې له مخې دوی کولای شي؛ چې ترټاکلې مودې پورې په پاکستان کې و اوسي.

وزارت مسولیت لري، چې دغه فورمه ورکړي او د شخص د بېرته راتګ ضمانت هم وکړي."


احدي وویل، چې له دې وړاندې افغان سوداګر هند ته د وچو او تازه میوو او نورو مالونو د انتقال په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ وو.

نوموړی وایي، چې د نوي سند په لاسلیکیدو سره له پاکستان سره د افغان سوداګرو اویا فیصده ستونزې هوارې شي او پاتې نورې ستونزې به دوه میاشتې وروسته په یوه بل بحث کې هوارې شي.

افغانستان او پاکستان شااوخوا دوه کاله وړاندې د اپټا په نوم د ټرانزیټ او سوداګرۍ نوی تړون لاسلیک کړ؛ خو افغان سوداګر وایي، چې تراوسه هم له پاکستان سره د ټرانزیټ په برخه کې ډیرې ستونزې لري.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د نړیوالو اړیکو مسوول ازرخش حافظي ازادي راډیو ته وویل؛ ترڅو چې پاکستان عملي اقدام ونه کړي د تړونونو لاسلیکول به هیڅ ځای ونه نیسي.

"د سند لاسلیکول د قضیې یو لوری دی، خو د سند عملي کول مهمه مساله ده، له پاکستان سره ډیر سندونه تبادله او لاسلیک شوي، خو ترکله یې چې د عملي کیدو لپاره سیاسي اراده نه وي؛ خلکو ته یې ګټه نه رسیږي، که دغه سند عملي شي ډیرې ستونزې هواریږي."

افغان سوداګر وایي، چې پاکستان تل په خپلو بندرونو کې د افغان سوداګرو مالونه ځنډوي او کله ناکله باج هم ترې اخلي.

دوی وایي، افغان حکومت باید پاکستان وهڅوي، چې لاسلیک شویو تړونونو ته عملي بڼه ورکړي.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG