د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

سوریې پر خپل هوايي قلمرو د ترکي الوتکو الوتني منع کړي دي


د سوریې حکومت د خپل هیواد په هوايي قلمرو کې د ترکيې د ملکي الوتکو پر الوتنو بندیز لګولي دی. دا اعلان د سوریې د دولتي اژانس سانا له خوا درې ورځې وورسته تر هغې خپور شو؛ چې ترکیې د سوریې یوه مسافر وړونکي الوتکه چې له ماسکو څخه د دمشق په لور روانه وه؛ ورکوزه کړه او بار شوی مواد یې تر ضبط کړل، چې د ترکیې چاواکو په وینا دې الوتکې پوځي وسایل انتقالول.

روسیې وویل، په دې الوتکه کې هیڅ وسله نه وه او په کې بار وسایل هم د رادارو قانوني وسایل وو.

د دې دواړو ګاونډیو، ترکیې او سوریې ترمنځ لانجه په دې وروستیو کې تر هغه وروسته زیاته شوه؛ چې د اکتوبر په دریمه نېټه د سوریې له خوا د ترکیې په خاوره کې د ډزو له امله پینځه سیمیز ترکان ووژل شول.

ترکیه چې د سوریې د یاغیانو ملاتړ کوي، وایي، دا د انقرې پالیسي ده، هر کله چې سوریه د ترکیې پر خاوره ډزې وکړي؛ نو دا هیواد به هم بېرته ورباندې ډزې کوي؛ چې دا په سیمه کې د ممکنو شخړو د زیاتوالي په اړه د اندیښنو څرګندوی کوي.

د سوریې د لانجې لپاره د عربي اتحاديې او ملګرو ملتونو استازي لخضر براهیمي د دې حالاتو په اړه له ترکیې چارواکو سره د خبرو لپاره د شنبې په ورځ اسټانبول ته ولاړ.

ټاکل شوې ده، چې دی به سیمې ته د خپل سفر په لړ کې د سوریې له متحد هیواد ایران او همدا شان عراق څخه هم په راتلونکو څو ورځو کې کتنه وکړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر احمد داود اغلو چې له لخضر براهیمي سره یې کتلي؛ دا خبره تکرار کړه، چې ترکیه به د سوریې له خوا په خپله پوله کې داسې نورې ورته پیښې ونه زغمي.

د جرمني دفاع وزیر ګویډو ویسټروېلې چې له داود اوغلو سره یې کتلي؛ د دې مسلې د زغم غوښتنه کړې، خو په عین حال کې یې د ترکیې پلوي کړې چې په ناټو تړون کې د جرمني ملګري ده:

"د نړیوالو قوانینو له مخې ترکیې ته په کار نه ده، چې د خپل هوایي حریم له لارې سوریې ته د وسلو او نورو اړوندو موادو لیږل وزغمي."

د ترکیې صدراعظم رحب طیب اردوغان په عین حال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پینځو دايمي غړو په ډله کې چې د ویتو حق لري، پر دوو غړو، چین او روسیې باندې د دې لپاره انتقادونه کړي؛ چې د ملګرو ملتونو له خو ا د سوریې د لانجې لپاره د ملګرو ملتونو له سخت اقدام څخه له ملاتړه ډه ډه کړې ده.

اردوغان چې د اسټانبول په یوه کنفرانس کې خبرې کولې دا شرایط په نولس سوه نویمې لسیزې کې د بوسنیا هرزوګوینا له حالاتو سره پرتله کړې، هغه مهال د ملګرو ملتونو امنیت شورا په نولس سوه پینځه نویم کال کې په سربرینڅا کې د اته زره مسلمانانو د وژلو په شمول د دې خونړې جګړې د ختمولو لپاره ډیر لږ څه تر سره کړې وو.

"که موږ دا مساله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پینځو دايمي غړو د یوه یا دوه غړو رایو ته پریږدو نو د دې عواقب به سوریې ته ډیر خطرناک وي او د بشریت په تاریخ کې به ولیکل شي؛ چې هغه به د هیرولو وړ نه وي."

روسیه چې په سوریې کې د بشارالاسد د رژیم پخواني ملګرې ده؛ د سوریې په لانجې کې چې څه باندې نولس میاشتې ورباندې واوښتې، په قاطع توګه د بهرني مداخلې مساله رد کړې ده او چین وايي؛ دا لانجه باید یواځې د سوریې د خلکو له خوا حل شي.

ترکیه، سعودي عربستان او د قطر په شمول نور سني مذهبه سیمه ییز قدرتونه د سوریې د حکومت د مخالفانو کلک پلوي کوي او د سوریې د حکومت پرځیدل غواړي؛ چې په کې اقلیت علویان برلاسي دي.

د ایران شیعه رژیم او همدا شان په لبنان کې د شیعه ګانو ډله حزب اله تحریک په سیمه کې د سوریې د حکومت متحدین دي.

د سوریې د لانجې د پیل راهیسې څه باندې دیرش زره تنه وژل شوي چې ملکیان، د حکومت ضد پاڅون کوونکي او د حکومت د امنیتي ځواکونو غړي په کې شامل دي.
XS
SM
MD
LG