والستريت ژورنال – امريکا:
والستريت ژورنال ورځپاڼې د افغانستان په جنوب کې د کوکنارو د کښت پر مسئله تبصره کړې ده، چې له امنيت سره هم تړلې موضوع ده.
د مقالې په پيل کې راغلي: امريکا او متحدان بايد دا درک کړي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمو کې د کليوالو د مرستې جلبول مهم دي، که د ترياکو د کښتونو له منځه وړل، چې د افغانستان له عمده صادراتو او د طالبانو لپاره د عوايدو عمده سرچينه ګڼل کېږي.
ورځپاڼه ليکي: زيات کليوال هم د ترياکو د کښت له درکه خپله نفقه برابروي.
ورځپاڼې په هلمند کې پر باسټون پوځي کمپ چې د زرګونو امريکايي سمندري ځواکونو او بريتانوي سرتېرو مرکز دى، د سپټمبر د څوارلسمې نېټې بريد ته هم اشاره کړې، چې د امريکايي پوځيانو په درېشۍ کې وسلوالو طالبانو کړى و.
د ورځپاڼې په حواله، دوى د٢٠٠ مليونو ډالرو په ارزښت د امريکا جنګي الوتکې ويجاړې کړې.
ورځپاڼه ليکي، تر بريد مخکې ښايي له طالبانو سره د کمپ له منځ څخه مرسته شوې وي، چې د اراضي مفصله څېړنه وکړي او دا زمينه ورته برابره شي د کمپ د څارونکو منارونو له نظره ځانونه پټ کړي. پوځي چارواکو ويلي وسلوالو وروسته تر هغه چې د کليوالو په جامه کې سره غونډ شول، له يوې وچې ويالې په استفادې ځانونه د کمپ ختيځ ته رسولي دي.
والستريت ژورنال زياتوي:
د هلمند په دې برخه کې تر تېرو دوو کلونو پورې داسې کروندګر نه وو چې سړى يې په منځ کې پټ شي، تر وروستيو پورې د هلمند سيند پرغاړه په ”ګرين زون” يا زرغونه ساحه کې هم د کوکنارو شنې کروندې تر سترګو کېدې.
د ٢٠١٠ او ٢٠١١م کلونو ترمنځ افغانستان ته د ولسمشر اوباما له خوا د اضافي سرتېرو د لېږلو پر مهال د افغان دولت په مرسته د ترياکو د کښتونو اړولو لپاره د ائتلاف عملياتو نتيجه ورکړه.
د ورځپاڼې په باور، دغه مسئله د دې سبب شوه، چې د کوکنارو کښتونه د پوځي اډې اطرافو ته وغزېږي او دغه دښته د طالبانو په پناه ځاى بدل شي.
لاس انجلس – امريکا:
د امريکا چاپ لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې بيا د افغانستان په اړه خپلې يوې مقالې ته عنوان ورکړى: افغانستان په څلور لارې کې“
ليکوال د هلمند يوه ليرې پراته کلي ته د خپل سفر جزئيات ليکلي، په يوه برخه کې يې دېته اشاره کوي، چې کليوال څنګه په سيمه کې د طالبانو د حضور په باب واقعيت نه وايي.
ليکوال هغه کلى چې ورغلى ”د هېچا سيمه“ بللې او ليکلي يې دي، کليوال د طالبانو د ځورونې له وېرې امريکايي ځواکونو ته په کافي اندازه معلومات نه ورکوي.
د لاس انجلس ټايمز د مقالې په يوه برخه کې راغلي، امريکايي سرتېرى له يوه سپين ږيري کليوال څخه د طالبانو د حضور په اړه په داسې حال کې پوښتنې کوي، چې له تمې سره سم پوهېږي چې دغه سړى رښتيا نه ورته وايي.
ليکوال دا نتيجه اخلي چې د سيمې اوسېدونکي د ناټو پر سرتېرو باور نه کوي، ځکه پوهېږي که دوى ته د طالبانو په اړه معلومات ورکړي، کله چې طالبان بېرته کلي ته راستانه شي، وبه يې ځوروي.
ليکوال د امريکا د سمندري ځواکونو اندېښنې هم مطرح کوي او ليکي، دغه سرتېري په داسې حال کې له سيمه ييزو خلکو مرسته غواړي، چې د سيمې خلک نه پر بهرنيو سرتېرو او نه هم پر سخت دريځو وسلوالو باور کوي.
د لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې د ليکوال په باور، دغه بېباوري د سرتېرو ژوند نور هم له خطر سره مخامخوي.