د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۴

څلور افغان سرتیري تر نیول کیدو وروسته ووژل شول


په ختیځو ولایتونو کې د ملي اردو مسوولین وايي، چې د هغو څلورو سرتیرو جسدونه يې د جمعي په ورځ د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ په اړونده سیمه کې د سرک پرغاړه پیدا کړي؛ چې درې ورځې وړاندې د وسله والو کسانو له خوا نیول شوي وو.

په ختیځو ولایتونو کې د دوه سوه یو سیلاب قل اردو ویاند محمد نعمان هاتفي په تلیفون ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې د دغو څلورو سرتیرو قرار داد څو ورځې وړاندې پای ته رسیدلی و او دوی له خپلو دندو رخصت شوي وو؛ غوښتل يې چې کورونو ته لاړشي؛ خو د ماڼوګي ولسوالۍ او اسعداباد ترمنځ دغزیدلي سرک په اوږدو کې يې سراچه موټر د وسله والو کسانو پر تالاشۍ برابر شوی او ترخیض شوي کسان يې نیولي دي.

هاتفي وايي، څلور واړه کورونو ته تګ پرمهال ولسي وګړي وو. خو وسله والو دې خبرې ته پام نه دی کړی او له منځه يې وړي دي.

هغه وايي، د وژل شوو کسانو جسدونه ننګرهار ته انتقال شوي او له هغه ځایه به خپلو ولایتونو او کورنیو ورسول شي.

د کونړ والي وویل، دوی تراوسه د دې پیښي څخه نه و خبر او که چیرته چا خبر کړی وای؛ نو د قومي مشرانو او د یني عالمانو په منځګړیتوب به يې راخوشې کړی وای.

تراوسه وسله والو طالبانو او نورو جنګیالیو ډلو د دغو څلورو کسانو د وژنې په اړه څه نه دي وییلي.

د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د ملي اردو څلور سرتیري په داسې حال کې وژل کیږي؛ چې یوازې درې ورځي وړاندې د کونړ د مرکز په ګډون د څلورو اداري واحدونو امنیتي مسولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شول.
XS
SM
MD
LG