د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۳

"دامریکايي ځواکونو د چاودېدونکو توکو پروړاندې ساتونکی سیسټم نيمګړتیاوې لري"


په افغانستان کې د امریکا د لګښتونو مسوول "جان سوپکو" امریکايي قوماندانانو ته خبر داری ورکړی؛ چې په افغانستان کې د سرک د غاړې د بمونو اونورو چاودیدونکو موادو په وړاندې د امریکايي ځواکونو لپاره موجود ساتونکی سیسټم ډیرې نیمګرتیاوې لري.

جان سوپکو پرون په هغه لیک چې په دې اړه د امریکايي ځواکونو لویو قوماندانانو ته استول شوی؛ ویلي، چې هغه افغان شرکت چې په دې هیواد کې یې د دې سیسټم د ۱۲۵ برخو د ځای پرځای کولو قرار داد اخیستی و؛ په زیاتو برخو کې نیمګری کار کړی او یا یې هم کیفیت ښه نه دی.

د امریکايي قوماندانانو لپاره د جان سوپکو دا لیک پرون خپور شوی دی.

د چاودیدونکو موادو پر وړاندې محافظتي سیسټم داسې اوسپنیز وسایل لري؛ چې باید د سرکونو، پلونو او لویو لارو په اوږدو کې ځای پر ځای شي؛ تر څو وسله وال کسان ونه توانیږي، چې نړیوالو ځواکونو ته پر سرکونو او لویو لارو ماینونه او نور چاودیدونکي مواد ځای پر ځای کړي.

د جان سوپکو دا لیک تر ډیره حده د خطر زنګ ګڼل کیږي او وايي، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لپاره د چاودیدونکو موادو ګواښ ورځ په ورځ زیاتیږي او په اړه یې د بیړنیو اقداماتو د ترسره کولو غوښتنه کړې ده.

دا لیک د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو قوماندان "جنرال جان الن" او په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو د قوماندانۍ مشر "جنرال جیمز ماټیس" ته استول شوی.

ښاغلي سوپکو ویلي، چې د ۳۶۲ ملیون ډالرو په ارزښت د یوه مهم قرارداد تر څيړلو وروسته چې په ۲۰۱۱ کال کې لاسلیک شوی، څرګنده شوې؛ چې په دې کې فساد موجود و.

په افغانستان کې د بیارغونې لپاره د امریکا د مصارفو د څارنې د عمومي ادارې ویاند "فلیپ لافیل" ویلي؛ چې د دې قرارداد په اړه څیړنې روانې دي؛ نو د دې شرکت نوم نه شي اخیستلای.

فلیپ لافیل په دې اړه چې په دې قرارداد کې د نیمګړتیاو له امله امریکايي ځواکونو ته ځاني تلفات اوښتي دي، د څرګندونو څخه ډډه وکړه.

اسوشیېټډ پرېس په وینا، تر اوسه نه ده څرګنده، چې په دقیق ډول د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې دې ته ورته څومره نور شرکتونه کار کوي.
XS
SM
MD
LG