سږ کال د نوبل جایزه د فزیک په برخې کي امریکایي او فرانسوي ساینس پوهانو وګټله او دوو امریکایي ساینس پوهانو د کیمیا په برخې کې د نوبل جایزه تر لاسه کړه. د سولې جایزې ته هم ځینې کسان او موسسې سترګې په لار دي. جان آقا الکوزي د نوبل جایزې تاریخچې او معیارونو ته لنډه کتنه کړې ده.
د نوبل جایزه چې د سویدنې بشر دوست الفرید نوبل په ارادې په ۱۸۹۵ کال کې وټاکل شوه، د فزیک، کیمیا، فلسفې، طب، ادبیاتو او سولې په برخو کې تر ټولو ویاړمنه جایزه ده او د لومړي ځل لپاره په ۱۹۰۱ میلادي کال کي اهدا شوه.
په روانې اوونۍ کې امریکایي ساینس پوه ډیوید واینلاند او فرانسوي ساینس پوه سرګې هاروشی د مادي او نوري ذراتو د ارتباط په اړه د فزیک په برخې کي د نوبل جایزه وګټله او د چهارشنبې په ورځ دوو نورو امریکایي ساینس پوهانو رابرت لیفکویتڅ او براین کوبیلکا د کیمیا په برخې کې دا ستره جایزه خپله کړه.
د فزیک په برخې کي د یادو ساینس پوهانو د څېړنې په برکت به تر ټولو دقیق ساعتونه جوړ شی او دغه راز به تر ټولو تېز یا سوپر فاست کمپیوترونو په جوړولو کې ورڅخه ګټه واخیستله شي.
د کیمیا په برخې کې دا څېړنه چې د نوبل جاېزه یي وګټله، د وجود په حجراتو باندي د بهرنیو اغیزو په اړه څېړنه شوې چې دا به د سرطان، شکرې او نورو مهلکو نارغیو درملې ته لار پرانیزي.
د نوبل د سولې او نورو برخو جاېزې له ویاړه ډکې او مهمې جایزې دې او هر وړونکې ته یي د سرو زرو یو مډال، یو ډپلوم او پیسې ورکول کیږي.
د ۲۰۱۲ کال لپاره د نوبل هره جایزه اته میلونه سویډنې کرونه یا یو اعشاریه یوویشت میلونه امریکایي ډالره ده.
د ساینس او ادبیاتو په برخو کې د نوبل جایزې د سویډن شاهې اکاډمې ورکوي خو د سولې جایزه د ناروي د نوبل کمیټې له خوا ورکول کیږي.
د سولې د جایزې لپاره د روسیې د حکومت مخالفان او هغه دینې مشران چې د مسلمانانو او عیسویانو تر منځ د پخلاینې او سولې هلې ځلې کوې، سترګې په لار دي. د سولې جایزه به د جمعې په ورځ اعلان شي.
مصرۍ عیسیوي میګي جبران چې په قاهره کې د کوچنیانو د مرستې کارونه پر مخ وړې هم کاندیده ده او د څېړونکو په باور د ګټلو چانس یي په سلو کې ۱۳ دی.
د نوبل د سولې جاېزې ته دغه راز د افغانستان د بشري حقونو د خپلواکه کمیسیون د مشرې ډاکټر سیما سمر، د امریکا د یوه پوهنتون متقاعد پروفیسور جین شارپ او د ایرلندي پانګوال پیډي پاور نومونه هم زیات یادیږي.
دغه راز د پاکستانی رضا کار او بشردوست عبدالستار ایدحې او د نایجیریا د دیني مشرانو جان اونایکان او محمد سعد ابوبکر چې پدي هیواد کې د مسلمانانو او عیسویانو د شخړو په بندولو کې یي زیاتې هلې ځلې کړې، نومونه هم راپورته شویدي.
د نوبل د جایزې کمیټه به دغه راز په روسیې کې د بشري حقونو د حالت د خرابیدو په مخنیوي کې د مبارزې ونډه هم په نظر کی ونیسي.