د پاکستان پر قبائلي سیمه شمالي وزیرستان د امریکا د بې پيلوټه الوتکو په تازه برید کې د یوشمیر بهرنیو وسله والو د وژنې ادعا کیږي.
راپورونه وايي، دغو الوتکو نن یعنې د چهارشنبې په ورځ د دغې قبائلي ایجنسۍ په یوه لرې پرته سیمه کې هغه کور په نښه کړ، چې د وروستیو معلوماتو له مخې د ځايي هغو ترڅنګ یو شمېر بهرني وسله وال په کې دیره وو.
د پاکستان دولت رسما ددغو حملو د جزیاتو په باب څه نه وايي، خو یوه ځايي دولتي مقام چې نه یې غوښتل نوم او غږ يې خپور شي وژل شوي کسان د القاعده ډلې اړوند ازبک جنګيالي وبلل.
د سرچینې د معلوماتو له مخې بې پيلوټه الوتکو سهار مهال د شمالي وزیرستان په هرمز سیمه کې پر یوه کور څلور توغندي وتوغول، چې په نتیجه کې يې د کور ډيری برخه ویجاړه شوه.
دغه مقام د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ وايي، چې د برید پر وخت په دې کور کې تر پنځو زیات وسله وال دیره وو خو په خبره يې تر دې مهاله یواځې د پنځو تنو د وژل کیدا راپور ترلاسه شوی او د پاتې نورو هغو د برخلیک او هویت په باب لا هیڅ ندي ویل شوي.
د پاکستان دولتي تلویزیون په دغه برید کې د پنځو تنو د وژل کیدا پخلی کړی خو دوژل شویو د هویت به باب يې څه ندي ویلي.
پاکستاني طالبانو ته یوې نژدې سرچینې هم په دغه حمله کې د پنځو تنو بهرنیو وسله والو وژنه تائید کړه خو د هویت په باب يې بې خبري وښوده.
پر شمالي وزیرستان دا حمله تر هغه مارش یواځې څو ورځې وروسته کیږي، چې ددې هیواد د یوه سیاستوال او پخواني کرکټ لوبغاړي عمران خان په مشرۍ ددې حملو پر ضد له اسلام اباده د جنوبي وزیرستان پر لور ترسره شو.
د پاکستان دولت او ډيری سیاستوال ددغو حملو مخالفت کوي، خو یوې نړیوالې رسنۍ په خپل تازه راپور کې ویلي، چې پاکستان تر شپږ میاشتو وړاندې پورې په حقیقت کې ددغې لړۍ حمایت کاوه.
د پاکستان دولت دغه حملې پر خپله خاوره تیری ګڼي خو متحد ایالات بیا دغه ادعاوې ردوي او وايي چې د بې پيلوټه الوتکو په بریدونو کې یواځې هغه خلک په نښه کیږي، چې د سیمې او نړۍ امنیت ته خطر ګڼل کیږي.
د لویدیزو هیوادونو او مطبوعاتو د راپورونو له مخې د پاکستان په دغه قبائلي سیمه کې پر پاکستاني او افغان طالبانو سربیره عرب، د منځنۍ آسیا او نورو هیوادونو ګڼ شمیر سخت دریزي وسله وال جنګيالي خوندي پناه ځایونه او پوځي مرکزونه لري.
متحد ایالات وايي، دغو ډلو د افغانستان امنیت له خطر سره مخ کړی، په وزیرستان کې ځان مرګي بریدګر روزي او بیا يې افغانستان ته لیږي.
د امریکا متحدو ایالاتو په تیرو کلونو کې په کراتو له پاکستانه په دغه سیمه کې د پوځي عملیاتو غوښتنه کړې خو د پاکستان دولت پر بیلابیلو دلایلو له دې کاره انکار کړی.
مجیب الرحمان انګار