د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۳

پر لویدیځو رسنیو د ولسمشر کرزي نیوکې


لکه څنګه، چې خبر یې تیره پنجشنبې افغان ولسمشر حامد کرزي په خپل خبري کانفرانس کې یو شمېر لویدیځې رسنۍ تورنې کړې، چې په افغانستان کې یې رواني جګړه پيل کړي ده.

ولسمشر کرزي وویل، لویدیځې رسنۍ هڅه کوي، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان وضیعت خرابه وښيي او په دغه هېواد کې خپل موجودیت ګټور ثابت کړي.

حامد کرزي دغه خبرې درې ورځې وروسته ترهغه وکړې، چې د جرمني د دیر شپیګل خپرونې د دغه هېواد د استخباراتو په حواله یو راپور ورکړ، چې په کې ویل شوي، د افغانستان حالات به له ۲۰۱۴ کال وروسته ډیر ستونزمن وي.

اوس اوس د بحران نړېوالې ډلې یو راپور خپور کړی، چې په کې ویل شوي له ۲۰۱۴ کال وروسته ممکن د افغانستان حکومت ړنګ شي.

اوس پوښتنه دا ده، چې ایا د افغانستان د راتلونکې په اړه د لویدیځو رسنیو اندیښنې ریښتیا هم د رواني جګړې په معنی دي او که په واقیعت ولاړې دي؟

او ایا رسنۍ دا حق لري، چې د یوه بل هېواد د راتلونکې په اړه شکونه رامنځ ته کړي.

دې او ځینو نورو پوښتنو ته به زموږ درانه میلمانه ځوابونه ووایي میلمانه هر یو:

۱- د حکومت د رسنیو د مرکز مرستیال صفت الله صافی
۲- د افغانستان د خبریالانو د ملي ټولنې مشر عبدالحمید مبارز
۳- د افغان نشراتي مرکز مشر او سیاسي کتونکی حاجي سید داود

د ازادي راډیو د دې اونۍ د بحث کوربه اسدالله لودین دی.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:27:34 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG